Inferior vena cava
د (posterior vena cava) نوم هم ورته اخلي. د انسان بدن کې تر ټولو غټ ورید دی. د بدن له لاندې برخې زړه ته له اکسیجن څخه تخلیه شوې وینه انتقالوي. په دې مانا چې له وینې د اکسیجن زیاته برخه نسجونو اخیستې وي او وینه خیره رنګ لري. په دې ورید کې وینه د پښو او د تنې د لاندې برخې وي. دا ورید د زړه په ښي دهلیز کې خالي کیږي. د زړه ښی دهلیز د زړه د ښي اړخ په وروسته برخه کې دی. د ګېډې د جوف وروسته خوا کې غزېدلی، د شمزي د ښي اړخ په اوږدو کې وي. د پښو دوه عمده وریدونه د (iliac veins) په نامه یادیږي، دواړه خپله کې سره یو ځای کیږي او (inferior vena cava) جوړوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!