Iniziative Industriali Italiane
د (3I) په نامه هم یادیږي. د الوتکو جوړونکې د ایټالیا کمپنۍ ده. په ۱۹۴۷ کې د ایټالیا په ټریسټ کې د پیلوټانو یو ګروپ (Meteor S.p.A) جوړ کړ کوم چې د شرکت لمړی نوم هم دی د ګروپ جوړونې موخه دا وه چې د ټریسټ هوایي ډګر کوم چې په دوېمه نړیواله جګړه کې ویجاړ شوی وو بېرته ورغوي. یاد ګروپ د ایټالیا له حکومت څخه د هوایي ډګر جوړونې جواز ترلاسه کړ، په اوسمهال کې دا هوایي ډګر د (Trieste International Airport) په نامه یادیږي.
په پیل کې دې ګروپ د ځینو هغو الوتکو بیا رغونه پیل کړه کومې چې د امریکا له هوایي ځواک څخه اضافه شوې وې او په ورته وخت کې یې ځینې ګلایډر جوړ کړل. په ۲۰۰۸ کې یاد شرکت له افلاس سره مخ شو او په ۲۰۱۲ کې یې د (3I Sky Arrow) الوتکو طرحه په (Magnaghi Aeronautica) شرکت وپلورله.