International MaxxPro

زغره لرونکي موټر دي. د امریکا (Navistar International) شرکت او د اسرایلو (Plasan Sasa) شرکت په ګډه جوړ کړي. د پوځیانو د ځای شتون پکې د کارونې له موخې سره تړاو لري. وروسته برخه کې دوه ټایرونه او مخکې یو ټایر لري او همدې چارې یې د بار انتقالولو ظرفیت لوړ کړی خو ځینې دواړه مخکې او وروسته یو ټایر لرونکي دي. په عراق، سوریه او افغانستان په جګړو کې کارېدلي. په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوي، د ټولو جوړو شو شمېر ۹۰۰۰ دی. یو ډول یې تر ۷.۲ متره او بل ډول یې ۶.۵ متره پورې اوږدوالی لري، سور یې تر ۲.۵ متره او لوړوالی یې ۳ متره دی. د یوه موټر ارزښت تر ۵۵۰۰۰۰ ډالرو دی.

افغانستان په ۲۰۱۵ کې ۱۵۵ ترلاسه کړي وو او ۱۵ یې ملي اردو ته ځانګړي کړي وو، پاکستان ۳۲۵ لري خو ۳۷ نور اضافي یې هم خپلو امنیتي ځواکونو ته ورکړي. الجیریا، البانیا ۳۸ لري، بلغاریا ۴، کروشیا ۳۵ او پنځه یې افغانستان ته انتقال کړي، د چک جمهوریت هم په افغانستان کې د کارولو لپاره ترلاسه کړي وو، مصر ۱۲ لري، هنګري ۴۲ لرل او تر ۲۰۱۳ کال یې د ۱۲ نورو غوښتنه کړې وه. عراق یې هم لري، اردن ۱۰۰ موټر ترلاسه کړي، لیتوانیا هم په افغانستان کې د کارولو لپاره ترلاسه کړي، پولنډ پرتګال، رومانیا، سلواکیا، سنګاپور، په سوریه کې ځینې ډلې، ترکیه یې هم لري. د یمن پوځ ته د خیرات په توګه ورکړل شوي. د متحده ایالتونو هوایي ځواک ، پوځ او سمندري ځواکونه یې هم کاروي.

لاندې یې د ډول تنوع ده
MaxxPro Plus
MaxxPro Dash M1235A1
MaxxPro Dash DXM
MaxxPro Dash DXM Ambulance
MaxxPro XL
MRV
MCOTM

 

International MaxxPro
Shows the MRAP Driving. high resolution image of the MaxxPro Dash model.
Sidebar



Share
Hide Buttons