Invasive species – برید کوونکي ډولونه
برید کوونکی ډول د کومې ځانګړې سیمې ډول نه وي بلکې هر ځای خپور شوی وي. کله هم چې یوه سیمه کې خپور شي نو چاپېریال، د انسان اقتصاد او روغتیا ته زیان اړوي. دا اصطلاح معمولا هغو ډولونو ته کاریږي چې د انسان لخوا یوې سیمې ته انتقال شوی ډول په بیولوجیکي سیمې برید کوي او په ایکولوجیکه، اقتصادي او چاپېریالي توګه زیان اړوي، دا ډول ممکن د بوټو ډول وي ممکن د ژو ډول وي خو یوه سیمه کې پر سیمه تسلط کوي او ګډوډي رامنځته کوي. که چېرې بوټي وي د (exotic pest plants and invasive exotics) اصطلاح ګانې ورته کاریږي، دا ډول بوټي د نورو بوټو ترمنځ وده کوي، دا ډول بوټي له خپل حده زیات پراخ شوي وي او د بیولوجیکي تنوع مخ نیونکي وي. ځینې خلک برید کوونکی هغه سیمه ایز ډول ته هم وایي چې طبیعي چاپېریال کې یې خپلې کالونۍ جوړې کړې وي. لاملونه یې تېزه وده، ژر د مثل تولید، په لوړه کچه د خپرېدو وړتیا، له چاپېریال سره د ودې لپاره خپل ځان په تطابق کې کول، د چاپېریال د حالتونو زغم لرل، په هر ډول خوړو د ځان تغذیه کولو وړتیا، له انسان سره اړیکه لرل دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!