د شیدو او غوښې لپاره د ایرلنډ د غوییزو نسل دی. په ټول ایرلنډ کې شته دي. که چېرې غوا یې ښه وساتل شي نو د بلاربښت موده یې نهه میاشتې وي. او که چېرې پرېمانه خواړه ورکړل شي نو وزن یې بې کچې ډېر زیاتیږي. دواړه غوا او غویی یې په طبیعي توګه بې ښکرو وي. وزن یې تر ۵۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ایرلنډي ژبه کې مویل ګنجي یا پک ته وایي او د دې غوییزو بې ښکرو سر ته رجوع کوي.