Irish wolfhound – د ایرلنډ والف هونډ

په ټولو سپیانو کې د لوړ قد لرونکی نسل ده. له ډېر وخته په ایر لنډ کې دلیوانو د ښکار کولولپاره کاریږي. د دې سپیانو ذکر په ۲ پېړۍ کې هم شوی او په شکل کې ګرې هونډ ته ورته والی لري. د دې سپیان قد تر ۳۲ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۵۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ډدېر رنګونه لري او د مندې د تېز والي او په ښکار کې د ورتېا له وجې خلک ډېر خوښوي.