Island – ټاپو

په انګریزۍ کې ورته (isle) هم وایي. ټاپو داسې وچې ته وایي د کومې چې چار چاپېره اوبه وي. په سمندر کې کوم ټاپوګان چې منځ کې د اوبو تالاب لري د اټول (atoll) په نامه یادیږي. په اټول کې کوچنیو ټاپوګانو ته په انګرېزۍ کې د (islets, skerries, cays or keys) نومونه اخلي. کوم ټاپو چې په سیند یا لویو جهیلونو کې وي په انګرېزۍ کې ورته د (eyot or ait) نومونه اخلي. کوم ټاپوګان چې په سمندر غاړو کې وي د (holm) په نامه یادیږي. رسوبي ټاپو د (chars) نوم اخلي. د ټاپوګانو جیولوجیکي یا جغرافیایي ګروپ ته (archipelago) نوم اخلي.
 
ځینې ټاپوګانو ته هوایي پلونه جوړ شوي لکه سنګاپور، کازوې او ځینې د المان دلتا ټاپوګان. د ځینې ټاپوګانو تر منځ واټن ډک شوی او له وچې سره نښلول شوي خو تر اوسه د ټاپو په نامه یادیږي لکه د کوونې او کورونادو ټاپوګان. د ځینو وچې سیمې برخې په کانال جلا شوي او د ټاپو شکل یې اخیستی لکه د پېلوپونېز ټاپو چې د کورینت کانال له وچې جلا کړی.
 
د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو خو تر ټولو وړه لویه وچه استرالیا ده، ټول مساحت یې ۷.۶ میلیونه کیلومتر مربع دی. دوېم لوی ټاپو ګرین لنډ دی مساحت یې ۲.۱ میلیونه کیلو متر مربع دی.
 
په جیولوجي کې ټاپو او لویه وچه جلا تعریفونه لري. لویه وچه د لویې وچې د پلېټ له پاسه وي. ټاپوګان د سمندري قشر پراخېدنه وي او یا د لویې وچې د پلېټ له پاسه موجود وي لکه ګرین لنډ چې د شمالي امریکا د پلېټ له پاسه دی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons