Isthmus of Panama – د پاناما تنګی

تاریخي نوم یې دارین (Isthmus of Darien) تنګی ده. د کربین او ارام سمندر ترمنځ ده. شمالي امریکا له سوېلې امریکا سره وصل کوي. لکه د ډېر تنګیو په څېر سترتیژیک اهمیت لري. یاد تنګی تقریبا ۲.۸ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوی. دې جیولوجیکي پېښې د اطلس او ارام سمندرونه سره جلا کړل او د خلیج د جریان د پیدا کېدو لامل شوه.
 
تاریخ
کله چې واسکو نونېز دو بالبوا (Vasco Núñez de Balboa) د پېرو له کشف کېدو وروسته د کربین سمندر په اوږدو کې سفر کوه نو له ځایي هندیانو یې د سوېل د سمندر په اړه مالومات تر لاسه کړل. او د ۱۵۱۳ کال د سپټمبر په ۲۵ نېټه یې ارام سمندر ومونده. په ۱۵۱۹ کې د ارام سمندر ساحل ته نږدې د پاناما ښار تاسیس شو. د پاناما ښار وروسته په اړین اداري مرکز او سوداګریز بندر بدل شو. په ۱۶۷۱ کې د انګلستان د وېلز یو سمندري غل هنري مورګان (Henry Morgan) د کربین له اړخ څخه د پانامه له تنګي پورې وته او د پاناما ښار یې لوټ او ویجاړ کړ. له دې پېښې وروسته د پاناما ښار څو کیلو متره لوېدیځ لور یوې ټاپوزمې ته انتقال شو. د زاړه ښار پاناما ویجو (Panamá Viejo) کنډوالې تر اوسه ساتل شوي او په ۱۹۹۷کې د نړۍ د تاریخي سیمې په توګه په یونیسکو کې ثبت شوې.
 
د پاناما د تنګي له لارې هسپانویانو سپین او سره زر له پېرو څخه پورټو بېلو ته انتقالول او په ۱۷۰۷ کې یې د هسپانیا سوېل او کدیز ښار ته د دې زرو راوړنه پیل کړه. په ۱۸۴۹ کې، په کلیفورنیا کې سره زر وموندل شول له دې موندنې سره د متحده ایالتونو له زیات شمېر سیمو خلک کلیفورنیا ته ولاړل او د ارام او اطلس سمندر ترمنځ د خلکو تګ راتګ ورسره پیل شو.
 
جیولوجي
په جیولوجي کې د اوبو با ارزښته تنه ده کومه چې د اطلس او ارام سمندرونو اوبه له یو بل سره ګډوي. تقریبا ۱۵ میلیونه کاله وړاندې د اوبو لاندې سطحه کې د ځمکې د قشر د دوه ټکټونیکي پلېټونو ترمنځ ټکر پر کوکو پلېټ فشار راوړ او کوکو پلېټ یې د کربین پلېټ لاندې وښویوه. پاېله کې د اوبو لاندې اورشیندنې رامنځته شوې، ځینې اورشیندنې یې ډېرې لویې وې او د ټاپوګانو د رامنځته کېدو لامل شوې. په ورته وخت کې د اوبو لاندې د ځینې ټکټونیکي پلېټونو خوځښت ممکن د اوبو سطحه کې لوړوالی رامنځته کړی وي.
 
د وخت له تېرېدو سره د میلیونونو کلونو په اوږدو کې د تازه رامنځته شوو ټاپوګانو ترمنځ له سوېلې او شمالي امریکا د خاورې، خټې او شګې رسوب منځ کې واټن ډک کړ. تر ۴.۵ میلیونه کاله وړاندې پورې کله چې د ټاپوګانو ترمنځ واټن ډک شو نو د پاناما تنګي ته یې نوی شکل ورکړ.
 
د دې تنګي جوړښت ژو او بوټو ته د دوه لویو وچو ترمنځ کډوال کېدل هم اسانه کړي. د ژو د کډوال کېدو دې پېښې ته (Great American Interchange) نوم اخلي.
File:Pm-map.png

Balboa Voyage 1513
Voyage of Vasco Núñez de Balboa in 1513.
Isthmus of Panama (closure) - Speciation of marine organisms (w annot)
Author of map Andrew Z. Colvin
Nahl 1850, Der Isthmus von Panama auf der Höhe des Chagres River
Artist: Charles Christian Nahl  (1818–1878) 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons