Jackal – سور لنډی

د کانیس نسل (Canis) ده چې د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. غوښه خوړونکی (carnivores) حیوان ده، لیوه ته ډېر ورته والی لري. تر اوسه د سور لنډي څلور ډولونه پېژندل شوي : زېړسور لنډی (goldn jackal) یا د اسیا سورلنډی چې علمي نومی یې (canis aureus) ده او له شرقي اروپا تر د اسیا جنوب پورې پیدا کیږي، د افریقا زېړ لیوه سورلنډی (African golden wolf)، علمي نوم یې (canis anthus) ده، په شمالي او شرقي افریقا کې ژند کوي. توره ملا لرونکی سورلنډی (black-backed)، علمي نوم یې (canis mesomelas) ده، په جنوبي او شرقي افریقا کې شته دي.
 
سورلنډی تر ۸۵–۹۵ سانتي متره پورې اوږدیږي چې ۳۰–۳۵ سانتي متره اوږده لکۍ هم پکې شامله ده. وزن یې ۷–۱۱ پورې شته ده.
د شپې لخوا فعال وي، یوازې، جوړه او په ډله کې ژوند کوي. خواړه یې هر ډول وړوکی حیوان، مردار شوی جسد، د نبات ځینې میوې دي. ډېر وخت زمری او یا بله غټه پیشو تعقیبوي تر څو ښکار وکړي او له هغوی پاتې شونو باندې ځان تغذیه کړي. که چېرې په ډله ایزه توګه په حیوان برید وکړي نو سورلنډیان کولای شي مېږه یا اوزه ښکار کړي. ډېر بد بوی کوي د غه بد بوی یې لکۍ سره مرغړی ده کوم چې بد بوی ترشح کوي. د اومیندوارۍ موده یې له ۵۷ تر ۷۰ ورځو پورې ده او له ۲ تر ۷ پورې بچیان زېږوي. لکه د کوی یوټ او لیوه په څېر له کورنیو سپیانو سره هم دوه رګه نسل زېږوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons