د جېرزي – زېبو او مونټ ګومېري په نامه هم یادیږي. د شیدو لپاره د غوییزو ساتل کېدونکی نسل دی. په نسل کې یې د هوپ نوم په جمایکا کې د فارم نوم دی. نسل اخیستنه یې په ۱۹۱۰ کې پیل شوې، د نسل اخیستنې موخه یې د داسې نسل ترلاسه کول وو کوم چې د ټاپو له اقلیم سره د مقاومت وړتیا ولري. له خسکو او شنو پیدا کېدونکو ناروغیو سره، خپله له خسکو او تودې هوا سره مقاومت لرونکي دي. په داسې څر ځایونو کې چېرې چې واښه ډېر کم وي شیدې تولیدولای شي. په خپل جنتیک کې ۸۰ % جېرزي، ۱۵ % زېبو او ۵ % هولسټاین دی. د نسل اخیستنې چارې یې د جمایکا د کرنې مخکښ ډاکټر توماس لیکي ترسره کړي. نسل یې د لاتین امریکا ډېرو هیوادونو ته انتقال شوی.
اوسمهال تقریبا د جمایکا ۵۰ % د غوییزو شمېر تشکیلوي. د غویي وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې یا په ۳۰۵ ورځو کې تر ۲۵۰۰ کیلو ګرامه شیدې کوي. په شیدو کې یې د شحمو کچه ۵ % ده.
په نسل اخیستنه کې یې اېرشېر، د سویس نسواري، ګېرنزي، هولسټاین، فریژن، جېرزي او سره بې ښکرو غوییز وکارېدل. په ۱۹۲۸ کې د سویس نسواري او اېرشېر ترې لرې شو، په ۱۹۳۸ کې سره بې ښکرو غوییز ترې لرې شو، په ۱۹۴۳ کې ګېرنزي او په ۱۹۵۲ کې هولسټاین او فریژن ترې لرې شو او ورپسې پایله کې نسل رامنځته شو. د زیبو عنصر پکې په ۱۹۲۰ کې ورزیات شوی وو او د زیاتونې لپاره یې د ساهیوال نسل غویی له هند څخه وارد کړی وو.