په جاپاني ژبه کې یې نوم (黒毛和種) لیکل کیږي. د غوښې لپاره د جاپان د غوییزو نسل دی. جاپان د غوییزو شپږ نسلونه لري. ټول نسلونه د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره د واردو شوو غوییزو په دوه رګه کولو ترلاسه کړي، ډېری وارد شوي پکې د اروپا نسلونه دي. د جاپان تورو غوییزو کې د سویس نسواري، ډیون، د لنډو ښکرو، سیمنټال، اېرشېر او هولسټاین غوییز کارېدلي.
مخینه
د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غوییزو په توګه کارېدل. تر دې مودې پورې د شیدو د تولید په اړه مالومات نشته وو. کلتور او مذهب کې یې د غوښې خوړل بند وو. په دې موده کې غوییزو لوی ارزښت لره او هر بې وزله بزګر نشو اخیستلای.
له ۱۶۳۵ کال څخه تر ۱۸۵۴ پورې جاپان له نورې نړۍ جلا ساتل شوی وو. په ۱۸۶۸ کې د میجي بیا رغونې په نامه سیاسي پېښه رامنځته شوه. له ۱۸۶۸ څخه تر ۱۸۸۷ پورې جاپان ۲۶۰۰ غوییز له بهر څخه وارد کړل. په ۱۹۰۰ کال کې یې له سیمه ایزو غوییزو سره په پراخه کچه بهرني غوییز دوه رګه کړل او پایله کې د جاپان په سوېل ختیځ کې د جاپان د تورو غوییزو نسل رامنځته کړل شو. په ۱۹۶۰ کې ټولټال ۱۸۰۰۰۰۰ غوییز وو، په ۲۰۰۸ کې یې شمېر ۷۰۷۰۰۰ ته رسېدلی وو او ۲۰۰۰ کې یې د جاپان د غوښې لپاره د نسل ۹۳ % برخه جوړوله.