په جاپانۍ ژبه کې یې نوم (褐毛和種) لیکل کیږي. د غوښې لپاره د جاپان ساتل کېدونکی نسل دی. جاپان ټول ۶ د غوییزو نسلونه لري. څلور نسلونو ته یې واګیو نوم اخلي او له څلورو یې یو نسل د جاپان نسواري غوییز دي. او نور درې نسلونه یې د جاپان تور غوییز، د جاپان بې ښکرو غوییز او د جاپان لنډ ښکري غوییز دي. په ۲۰ پېړۍ کې د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره اروپایي نسلونه دوه رګه شول او پایله کې یې ټول واګیو نسلونه رامنځته شول.د جاپان د نسواري غوییزو نسل له سیمنټال او د کوریا له وانو نسل اغیزمن دی. د جاپان په کوچي سیمه کې یې رنګ سور رنګه نسواري او په کوماموتو سیمه کې روښانه نسواري دی.
مخینه
د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غوییزو په توګه کارېدل. تر دې مودې پورې د شیدو د تولید په اړه مالومات نشته وو. کلتور او مذهب کې یې د غوښې خوړل بند وو. په دې موده کې غوییزو لوی ارزښت لره او هر بې وزله بزګر نشو اخیستلای.
له ۱۶۳۵ کال څخه تر ۱۸۵۴ پورې جاپان له نورې نړۍ جلا ساتل شوی وو. په ۱۸۶۸ کې د میجي بیا رغونې په نامه سیاسي پېښه رامنځته شوه. له ۱۸۶۸ څخه تر ۱۸۸۷ پورې جاپان ۲۶۰۰ غوییز له بهر څخه وارد کړل. په ۱۹۰۰ کال کې یې له سیمه ایزو غوییزو سره په پراخه کچه بهرني غوییز دوه رګه کړل او پایله کې د جاپان نسواري غوییز رامنځته شول.