Japanese fire-bellied newt – جاپانی سور ګېډی تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops pyrrhogaster) دی. اصلي ځای یې جاپان دی. د بدن پاسه برخه یې خیره رنګ لري خو د ګېډې رنګ یې روښانه سور رنګ کې وي. له سیمې، جنتیک او عمر زیاتېدو سره یې رنګ کې بدلون رامنځته کېدای شي. بشپړ ودې ته رسېدلی یې له ۸ تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. پوستکی یې د ښکاري ژو لپاره ټېټرو ډو ټوکسین زهر ترشح کوي او یاد زهر له خپلو خوړو ترلاسه کوي. زهر یې د عصابو نسجونه له منځه وړي.
د جاپان په ډېرو ټاپوګانو کې شته دي. په طبیعي ډنډونو او د انسان لخوا په جوړو شوو د اوبو تنو کې ژوند کولای شي، د ژوند یو پړاو په ځنګلونو او وښیزو سیمو کې تېرول خوښوي. له پسرلي تر د اوړي پیل پورې د مثل تولید کوي. دواړه جنسونه یې د جنسي اړیکې په موده کې فېرومون تولیدوي – فېرومون د یوه ژوندي لخوا تولید شوي داسې کیمیاوي مالیکول ته وایي چې د همدې ژوندي په بل غړي کې ځانګړی چلند پیدا کوي.
هګۍ یې جلا وي او په درې اونیو کې له شاربل کېدو وروسته په لاروای بچیانو بدلیږي. له پنځه تر شپږو میاشتو پورې موده کې یې لاروای د وړو بچیانو جوړښت ته بدلیږي. د وړو بچیانو خواړه یې په خاوره کې ژوند کوونکي واړه ژوي دي، غټ یې د حشرو په مختلفو ډولونو، د چونګښو په بچیانو، او د بل تریتون په هګیو ځان تغذیه کوي. که چېرې د بدن یوه برخه له لاسه ورکړي بېرته وده کوي. د نسل غړي یې د کورني ژوي په توګه د پلور له امله او د ناروغیو له امله کم شوی.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | سینوپس |
Comments
So empty here ... leave a comment!