Javaune Adams-Gaston – جېون اډامز ګاسټن

د امریکا اروا پوهه او د پوهنتون مدیره تېره شوې. اوسمهال د ( Norfolk State University) پوهنتون اوومه ریسه ده. په (Iowa State University) پوهنتون کې یې خپله پي اېچ ډي کړې. له فراغت وروسته یې په (University of Maryland) پوهنتون کې ۲۵ کاله په مختلفو پوسټونو کار کړی چې په دې کې اروا پوهه، د اکاډمیکو چارو ریسه، د سپورتي مدیر همکاره، مالي مدیره شامل دي. کله چې په ۲۰۱۹ کې د (Norfolk State University) ریسه شوه نو د پوهنتون محصلینو او استادانو لپاره یې له لویو شرکتونو د مالي مرستې غوښتنه وکړه د پوهنتون په ټول تاریخ کې تر ټولو لویه مرسته (MacKenzie Scott) وکړه د مرستې مقدار ۴۰ میلیونه ډالر وو، په نوبت سره مایکروسافټ، نېټ فلېکس، اپل شرکت، ای بي اېم او د انرژي یو شرکت هم مرستې وکړې. د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې له جو بایډن سره ځانګړې لنډمهاله دنده لرله.
Javaune Adams-Gaston
Javaune Adams-Gaston on May 11, 2021.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons