Jeanne-Marie Leprince de Beaumont – د بومونت ژان ماري لو پرنس

په نوم کې یې د لو پرنس مانا شهزاده نه دی او نه هم نر دی بلکې نوم یې دی او خپله ژان ماري ښځه ده. د ۱۷۱۱ کال د اپرېل په ۲۶ نېټه زېږېدلې او د ۱۷۸۰ کال د سپتمبر په ۸ نېټه مړه شوې. د فرانسې لیکوال وه او په ۱۷۴۰ کې یې د “ښکلا او ځناور” په نوم افسانه لیکلې. له خپلې وړې خور کترین اېمې سره د راهبانو ښونځي ته د لمړنیو زدکړو لپاره تللې. له زدکړو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د راهبې په توګه دنده ترسره نه کړي او یوازې ښوونکې شي.

وروسته د فرانسې مېتز ته ولاړه او د یوې کورنۍ کومې چې د لیونې ویل په محکمه کې کار کوه د ماشومانو ښوونکې شوه. د ښوونکې په توګه له اوږدمهاله تجربې وروسته یې د ښوونکو لپاره د لارښوونې او چلند لیکنې پیل کړې، همداسې یې د اخلاقي چلند په اړه افسانې لیکل پیل کړل.

د ښونکې لیکوالې په توګه د خپل وخت بریالۍ لیکواله وه خو په خپلو لیکنو کې یې کله نا کله ټولنیزو سیاسي مسایلو ته هم اشاره کړې او په خپلو ډېرو لیکنو کې یې په ټولنه کې د ښځو رول او د حقونو اصلاحات یاد کړي تر څو په سیاست کې فعاله ونډه ولرلای شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons