Jellyfish – سمندري ناوې

ټول سمندري پلانکټون حیوانات چې د ایس سیفوزوا کلاس غړي دي او د فیلوم نوم ېې سینیداریا ده. دغه د غېرې فقاریه حیواناتو ګروپ له ۲۰۰ ډولونو جوړ شوی. دا نوم ځنې نورو سینداریان ته هم کاریږي لکه د هایدروزوا کلاس غړي کوم چې د میدوسا یا چترۍ ته ورته شکل لري لکه د هایدرومیدوسای، سیفونوفور او د پرتګال دجګړې سړی. له دې پرته نور داسې شکلونو ته چې د سمندري ناوې په څېر نه دي مګر سمندري ناوې ګڼل کیږي لکه ګمنځ جیلي چې د فیلوم نوم ېې سي تینوفورا ده، سالپ د فیلوم نوم ېې کورډاټا ده او همداسې نور.
ایس سيفوزوا سمندري ناوې په دوه ډولونو وېشل شوي : یو ډول ېې ازاد په اوبو کې لامبو وهونکي دي او چترۍ ته ورته یا میدوسا شکل لري، بل ډول ېې په ځای ناست او پولیپ ته ورته شکل لري کوم چې د ستورو میدوسای ډله جوړوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons