Jerboa – جېربوا موږک

د شخوند وهونکو ژو ۳۳ ډولونه دي. د ختیځې اروپا، اسیا او شمالي افریقا په سارا ګانو او وچ چاپېریال کې ژوند کوي. موږک ته ورته ژوي دي، اوږدوالی یې له ۵ تر ۱۰ سانتي متره پورې رسیږي او لکۍ یې له ۷ تر ۲۵ سانتي متره پورې اوږده وي. د ډولونو تر منځ یې ځینې ځانګړنې د پام وړ توپیر لري په ځانګړې توګه د غوږونو اوږدوالی. د وروستیو پښو ګوتې یې له درې تر پنځو پورې وي، ټول ډولونه یې لنډې مخکینۍ پښې او اوږدې وروستۍ پښې لري.
 
که چېرې خطر احساس کړي په خپلو وروستیو پښو تر درې متره پورې ټوپ وهي. کله چې قدم وهي په دوه وروستو پښو ګرځي خو د منډې پر وخت څلور واړه پښې کاروي. کله چې ولاړ وي په خپلې لکۍ تکیه کوي. ورځ په خپلو غارونو کې تېروي او د شپې لخوا په تخمونو او د بوټو په اوبو لرونکو برخو پسې راوځي. حشرې هم خوري. په ژمي کې د ژمي په خوب ویده کیږي. د ژوبڼ په بندو پنجرو کې اوبه څکي خو په وحشي ژوند کې د اوبو اړتیا له خپلو خوړو پوره کوي.

Four-toes-jerboa
For image description page click here
JerboaSkelLyd3
Skeleton of Jerboa. Photo by Richard Lydekker
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons