Jersey cattle – جېرزي غوییز

د شیدو لپاره د انګلستان د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د انګلستان د چاینل په ټاپو ګانو کې اخیستل شوی. په دې ټاپو ګانو کې ټول د غوییزو درې نسلونهاخیستل شوي له کومو چې یو جېرزي غوییز دي، نور دوه یې الډرني کوم چې اوسمهال له منځه تللی او ګېرنزي نسل دی. په شیدو کې یې د شحمو کچه لوړه وي او زېړ رنګ لري. له مختلف ډوله اقلیمونو سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کوي. که چېرې تودو سیمو ته یوړل شي له تودوخې سره هم مقاومت پیدا کوي. د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونو ته انتقال شوي په متحده ایالتونه، دنمارک، نیوزلنډ او فرانسې کې په مستقل نسل بدل شوي. په نیپال کې د کار لپاره ساتل کیږي. د جیرزي غواګانو په شیدو کې د هولسټاین غواګانو له شیدو ۱۸ % پروتین، ۲۰ % کلسیم او ۲۹ % شحم زیات وي.

جېرزي کوچنۍ تنه لري. د غوا وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد له ۱۱۵ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. د غویي وزن یې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. په شیدو کې یې د شحمو کچه ۴.۸۴% او د پروتینو کچه ۳.۹۵% ده. له روښانه نسواري تر تېز تور رنګه نسواري پورې رنګونو کې شته دي. د کره نسل ټول غوییز د پوز اوربوز چار چاپېره کړۍ لري او د لکۍ څوکه یې ببره وي، د بوټانو رنګ یې تور وي. غوا یې ارام طبیعت لري خو د غويي د چلند وړاندوینه نا ممکنه وي، ځینې وخت کې برید کوونکی چلند لري. خسکیان یې د کوچنۍ تنې له امله په سړه هوا کې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري. غوا یې له لنګېدو پس ممکن د شیدو تبه یا هایپو کالکایمیا ونیسي.

مخینه
نسل یې د جېرزي په نامه ټاپو کې اخیستل شوی. نسل یې له هغو غوییزو رامنځته شوی کوم چې جېرزي ته له نورمادي وارد شوي وو. د نسل په اړه تر ټولو زاړه په لیکلې بڼه موندل شوي مالومات د ۱۷۰۰ کال دي. تقریبا ۲۰۰ کاله له نورو نسلونو په ټاپو کې جلا ساتل شوي وو، جلا ساتنې یې له ۱۷۶۳ تر ۲۰۰۸ کال پورې ادامه لرلې وه. په ۲۰۲۲ کې په یوه فارم کې ویروس ووهلې او تقریبا ۱۱۲ غواګانې یې ووژلې، د مړینې لامل یې وروسته بوټولېزم یاد شو.

له ۱۷۸۹ کال مخکې به کله چې د ګرېنزي ټاپو سړیانو د جېرزي ټاپو له ښځې سره واده وکړ نو ناوې به له ځان سره د جېز په شکل کې د مېړه کور ته غواګانې هم وړلې خو دا چاره پراخ دود نه وو.

په ۱۷۸۹ کې جېرزي ټاپو ته له بهر څخه د غوییزو واردول بند شو او موخه یې د جېرزي او نورو سیمه ایزو نسلونو کره ساتنه وه. همداسې د خپلو نسلونو د غوییزو او سپرمو صادرولو یې اقتصاد ښه کړی وو.

File:Jersey cows near Brighstone, Isle of Wight, England.jpg

Share
Hide Buttons