Jim Cronin – جیم کرونین

جیمز مایکل کرونین (James Michael Cronin) په کال ۱۹۵۱، د نومبر په ۱۵ نېټه، د نیویارک په یانکرس کې زېږېدلی او په ۲۰۰۷کال، د مارچ په ۱۷ نېټه، په نیویارک کې مړ شوی. د امریکا د ژو فعال وو چې په کال ۱۹۸۷ کې یې د بیزوګانو نړۍ ژوبڼ (Monkey World) او ورسره یې د اېپس د ژغورنې مرکز (Ape Rescue Centre) په ډورسېټ کې تاسیس کړ. مخکې یې کومې زده کړې نه وې کړې، لمړی یې په برونکس ژوبڼ (Bronx Zoo) کې د ساتونکي په توګه کار کوه او وروسته یې په کینټ کې د هولېټس په ژوبڼ (Howletts Wild Animal Park) کې کار پېل کړ چېرې یې چې له اېپس (apes) سره مینه پیدا شوه. په کال ۱۹۸۷ کې یې پور لاسته راوړ چې د انګلستان د حکومت مالي ملاتړ پکې وو تر څو د خوګانو په یوه پرېښودل شوي فارم کې د بیزوګانو نړۍ (Monkey World) تاسیس کړي. کرونین بیسواده وو خو ښځه یې چې الیسون (Alison) نومېده بیولوجیکي انتروپولوجیسته وه دواړو نړۍ ته سفرونه پېل کړل تر څو هغه اېپس ژوي وغوري چې د انسانانو لخوا ظلم پرې شوی وي او یا له بد چلند سره مخ وي او د قاچاق مخه ونیسي. په ۲۰۰۶ کال کې افتخاري مډال د اېم بي اي (MBE) لخوا ورکړل شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons