John Henry Comstock – جان هېنري کم سټاک

د فېبرورۍ مېاشتې په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۴۹، د متحده ایالتونو په جېنز ویل کې زېږېدلی او د مارچ په ۲۰ نېټه، کال ۱۹۳۱، د نیویارک په اېتاکا کې مړ شوی.
په ایتومو لوجۍ (entomology) یا حشرو پېژندنه کې د امریکا وتلی روزونکی او څېړونکی وو. د شاپېرک، پتنګانو او پوښ یا قاب لرونکو حشرو (scale insect) په اړه د هغه مطالعو او څېړونو دې ته لار هواره کړه چې دا حشرې په سیستماتیک ډول طبقه بندي شي. لمړی یې د کورنېل پوهنتون (Cornell University) کې زده کړې وکړې، له دې وروسته یل پوهنتون (Yale University) ته ولاړ او بلاخره له ۱۸۸۸ تر ۸۹ یو کال د لیپ زیګ پوهنتون (University of Leipzig) کې زده کړو ته ادامه ورکړه. د ۱۸۷۹–۸۱ کلونو تر منځ یې د امریکا د زراعت په څانګه (U.S. Department of Agriculture) دنده لرله.
په خپلې څانګې کې یې ساینسي ادبیاتو ته خورا زېات کار کړی. په کال ۱۸۸۸ کې یې (Introduction to Entomology ) لیکنې خپرې کړې، په کال ۱۸۹۵ کې (A Manual for the Study of Insects ) چې له خپلې ښځې سره یې په ګډه لیکلی وو، په کال ۱۹۰۴ کې (How to Know Butterflies)، په کال ۱۸۹۵ کې (The Elements of Insect Anatomy) چې له وېرنون کېلوګ سره یې په ګډه لیکلی وو، په کال ۱۹۱۲ کې (The Spider Book)، او په کال ۱۹۱۸ کې (The Wings of Insects) کتابونه خپاره کړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons