John Makepeace Bennett
د ۱۹۲۱ کال، د جولای په ۳۱ نېټه، زېږېدلی او د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر په ۹ نېټه مړ شوی. د استرالیا د کمپیوټر ساینس پوه او په استرالیا کې د کمپیوټر ساینس رشتې لمړی پروفیسر وو همداسې د استرالیا د (Australian Computer Society) ریس او بنسټ اېښودونکی وو. د خپلې رشتې مخکښ ګڼل کیده او په (EDSAC, Ferranti Mark 1* and SILLIAC) یې زیات کار کړی.
په ۱۹۲۱ کال کې د استرالیا د کوین لنډ په ورویک کې زېږېدلی د پلار نوم یې (Albert John Bennett) او د مور نوم یې (Elsie Winifred née Bourne) وو. په ۱۹۵۲ کې یې له (Rosalind Mary Elkington) سره واده وکړ دواړو په فېرانټي شرکت کې کار کوه. وروسته یې څلور بچیان (Chistopher John, Ann Margaret, Susan Elizabeth and Jane Mary) پیدا شول. په ۶۵ کلنۍ کې له خپلې ښځې سره یو ځای تقاوت شو.
لمړۍ زده کړې یې په (The Southport School) کې کړي، وروسته د کوین لنډ پوهنتون ته ولاړ او هلته یې سوېل انجنیري پیل کړه. له ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۶ پورې د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د استرالیا له هوایي ځواک سره دنده لرله. په هوایي ځواک کې یې لمړۍ دنده په رادار کار کول وو وروسته یې د هوایي ډګر په جوړولو کې برخه واخیسته. له دې وروسته بېرته د کوین لنډ پوهنتون ته راوګرځید تر څو برېښنایي او میکانیکي انجنیري او ریاضي ولولي.
په ۱۹۴۷ کې د کمبریج پوهنتون ته ولاړ او هلته د (Maurice Vincent Wilkes) څېړونکی معاون شو تر څو (EDSAC) جوړ کړي یاده چاره یې د پې اېچ ډي برخه هم وه. له دې وروسته یې په مانچسټرکې له فېرانټي شرکت سره د کمپیوټر د متخصص په توګه په مانچسټر کې دنده پیل کړه. دلته یې د (Ferranti Mark 1) لپاره (instruction set) ډېزاین کړ. په ۱۹۵۶کې بېرته استرالیا ته ولاړ تر څو د سایډني پوهنتون کې (Numerical Analyst) شي. هلته یې چاره د (SILLIAC) لپاره د سافټوېر جوړونه وه.
Comments
So empty here ... leave a comment!