Kalmyk cattle – کلمیک غوییز

په روسي ژبه کې یې نوم (Калмыцкая) لیکل کیږي. د پخواني شوروي اتحاد د وخت نسل دی اوسمهال په روسې، قزاقستان او تاجکستان کې پیدا کیږي. ګمان کیږي چې نسل یې د چین له دزوګاریا سرچینه اخیستې وي او د چین له یادې سیمې د کلمایک په نامه کډوالو په ۱۷ پېړۍ کې روسې ته انتقال کړی وي.

تنه کې واړه دي. غویی یې تر ۷۲۰ او غوا تر ۴۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن رنګ یې له خیره تر روښانه پورې سور رنګ کې وي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۲۶ تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي. لنډ ښکرونه لري. په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې شمېر تر ۳۸۱۰۰۰ پورې وو.

File:1896. 17.Вол Калмык Калмыцкой породы, выращенный в имении Кулешова .jpg

Share
Hide Buttons