Kangaroo – کانګرو

د استرالیا شپږ ډوله په وروستیو پښو ټوپ اچونکي، تی لرونکي مارسوپیل ژوي دي. کانګرو نوم یې د استرالیا شرقي سیمه کې خړ کانګرو (gray kangaroo)، سور کانګرو (red kangaroo), انتیلوپین کانګرو (antilopine kangaroo) او د ولارو (wallaroo) دوه ډوله ته رجوع کوي. خو د ماکروپوس نسل (genus Macropus) کې ۱۴ ډوله هم د کانګرو په نامه یادیږي او ځینو ته یې د ولابي (wallaby) نوم هم کاریږي. همداسې ځینې خلک کانګرو نوم د ماکروپودیدای کورنۍ (family Macropodidae) ټولو غړو ته کاروي کومې کې چې تقریبا ۶۵ ډوله شامل دي.
د ماکروپودیدای غړي په استرالیا، نیو ګینې، تاسمانیا او ورسره نږدې ټاپو ګانو کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې نیوز لنډ ته هم د نسل اخیستنې لپاره انتقال شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons