Kangaroo mouse – کنګرو مږه
د میکروډیپوډوپس نسل (genus Microdipodops) ده. دوه ډوله په دوه پښو ګرځېدونکې مږې دي. د متحده ایالتونو په ځینې سارا ګانو کې ژوند کوي. په خولې کې کڅوړه لرونکې شخوند وهونکې دي. مخکینۍ پښې یې لنډې او وروستۍ پښې یې اوږدې وي.
د (Microdipodops megacephalus) ډول یې نسواري رنګه ملا او خړه یا سپین رنګه ګېډه لري. زېړه کنګرو مږه (pale kangaroo mouse) علمي نوم یې (M. pallidus) ده، د بدن پاسه برخه یې کریمي او ګېډه یې سپینه وي.
کنګرو مږې له ۱۰تر ۱۷ ګرامه پورې وزن کوي، اوږدوالی یې تر ۸ سانتي متره پورې رسیږي او لکۍ یې له ۶ تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدیږي. کله چې خوځښت کوي خپله لکۍ د توازن ساتلو لپاره کاروي. د لکۍ منځ یې په اوړي کې پړسیږي او شحم پکې ذخیره کیږي کوم چې د ژمي د خوب پر وخت د انرژي د سرچینې په توګه کاروي. د خپلې خولې په کڅوړه کې خپلو غارونو ته له ځان سره خواړه د ذخیره کولو لپاره وړي. یوازې د شپې لخوا فعالیت کوي. اوبه ډېرې کمې څکي او د اوبو اړتیا له تخمونو او حشرو پوره کوي. له نومبر څخه تر مارچ میاشتې پورې د ژمي خوب کوي. د مثل تولید په اوړي کې کوي، څو ځلې بچیان زېږوي او په هر ځل کې له دوه تر اوو پورې بچیان زېږولای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!