Kangayam cattle – خانګایام غوییز

د هند په تمیل نادو ایالت کې د کاري غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د (Kangeyam) په نامه د ښار له نوم څخه اخیستل شوی. په کانګاناد او کونګو (Kanganad or Kongu) نومونو هم یادیږي. په خپل طبیعت کې زیار کښه دي، وړه سپورتي تنه لري. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۲۵ تر ۱۴۰ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۳۴۰ تر ۵۲۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. نسل یې دوه ډولونه لري کوم چې د بدن په کچه کې توپیر سره لري. غویی یې د غوا په پرتله غټ کوبی لري. برازیل ته هم صادر شوي چېرې چې د (Cangaian) په نامه یادیږي.

خسکیان یې سور رنګ لري خو کله چې دوه کلنۍ ته ورسیږي رنګ یې خړ ته بدلیږي. د غویي رنګ یې د غوا په پرتله خیره وي او ممکن سر او د تنې مخکې برخه یې تور رنګ ولري. کله چې زاړه شي رنګ یې بېرته روښانه کیږي او زړه غوا یې ممکن بشپړ سپین رنګ واخلي. غوا یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې له ۳۴۲ تر ۱۴۵۵ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. په شیدو کې یې شحم ۳.۹% وي. په سیمه کې د رېکلا په نامه د غویانو د منډې په سیالۍ کې کاریږي. په ۲۰۲۲ کال کې یې شمېر ۱۲۷۵۰۰ غوییز وو.

undefined

undefined

Share
Hide Buttons