Kashmir flying squirrel – د کشمیر الوت کوونکی نولی

د ډول علمي نوم یې (Eoglaucomys fimbriatus)، په (Eoglaucomys) نسل کې یوازینی ډول او د سکیوریډای کورنۍ غړی ده. په پاکستان او هند کې پیدا کیږي. په معتدلو او نیمه معتدلو وچو ځنګلونو کې ژوند کوي. د ځنګلونو وهلو له امله د ژوند لپاره د چاپېریال له نشتون سره مخ ده. ځینې لیکولان افغان الوت کوونکی نولی د همدې نولي فرعي ډول ګڼي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم ټېرومایني
نسل ایوګلوکومیس
Sidebar



Share
Hide Buttons