Kawasaki Army Type 88 Reconnaissance Aircraft

د جاپان دوه وزره لرونکې الوتکه وه، طرحه کوونکی یې د جرمني د پوځي الوتکو طرحه کوونکی (Richard Vogt) وو چا چې دا الوتکه د جاپان د کاواساکي لپاره ډیزاین کړې وه په کوم کال کې چې جاپانیانو ومنله د جاپانیانو د امپراتورۍ په جنتري کې کال ۲۵۸۸ وو نو له همدې امله یې د الوتکې له نوم سره هم ۸۸ یو ځای کړي. د دې الوتکې له بنسټیز ډیزاین څخه وروسته بم غورزونکې الوتکه جوړه شوه کومه چې له چین سره په (Second Sino-Japanese War) جګړه کې وکارېده. وروسته نورې هم تولید شوې او ۱۹۴۰ پورې د جاپان پوځ وکارولې. جوړونکی شرکت یې (Kawasaki Kōkūki Kōgyō K.K.) وو، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۲۷ کې کړې، د ۱۹۲۹-۱۹۳۲ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو شمېر ۱۱۱۷ وو او بنسټیز کارونکي یې (Imperial Japanese Army Air Force) وو. د مانچوکو هوایي ځواک هم ترلاسه کړې وې.
 
اوږدوالی : ۱۲.۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵ متره
لوړوالی : ۳.۴۰ متره
بې وسایلو وزن : ۱۸۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۸۵۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ BMW VI, 447 kW (600 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۲۱ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه: شپږ ساعته
وسله : دوه ۷.۷ اېم اېم ماشیندارې
88shiki teisatuki
Kawasaki Army Type 88 Reconnaissance Aircraft By 撮影者不明 (零戦落穂ひろい)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons