Kawasaki Ki-3

په جاپانۍ ژبه کې (九三式単軽爆撃機 Kyūsan-shiki tankei bakugekiki) لیکل کیږي، سپکه بم غورزونکې الوتکه وه، په ۱۹۳۰ لسزه کې د جاپان د امپراتورۍ پوځ کاروله، د (Second Sino-Japanese War) جګړې پر مهال په مانچوکو او شمالي چین کې جاپانیانو کارولې. جوړونکی شرکت یې (Kawasaki Kōkūki Kōgyō K.K.) دی، د الوتکې طرحه کوونکی (Takeo Doi) دی، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۳۳ کې کړې، پوځي کارونه یې په کال ۱۹۳۴ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (IJA Air Force) وو، د ۱۹۳۳—۱۹۳۵ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۴۳ وو.
 
اوږدوالی : ۱۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳ متره
لوړوالی : ۳ متره
د وزرو سطحه : ۳۸ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۱۶۵۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۰۹۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Supercharged BMW IX liquid-cooled V12 engine, 592 kW (790 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۵۹ کیلو متره
وسله : دوه ۷.۷ اېم اېم ماشیندارې، تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Kawasaki Ki-3
Kawasaki Ki-3
Share
Hide Buttons