Kurdistan newt – د کوردستان تریتون
د لوېدیځ ایران او شمال ختیځ عراق په کردستان سیمه کې پیدا کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Neurergus derjugini) دی. دوه فرعي ډولونه هم لري : ساینسي نومونه یې (Neurergus derjugini derjugini and Neurergus derjugini microspilotus) دي. دوېم فرعي ډول ته یې ځینې خلک اورومان داغ تریتون عام نوم هم اخلي. په ۱۹۱۶ کې نېستروف مطالعه کړي او ډلبندي کړي وو. په مایټوکونډریل د ډي اېن اې لړۍ کې یې فرعي ډولونه ډېر کم توپیر لري، د جېن نیوکلېر په لړۍ کې هم کم توپیر سره لري – په بیولوجي کې نیوکلېر د حجرې هستې سره تړاو لرونکي ته وایي.
په وړو ډنډونو او روانو لښتیو کې پیدا کیږي. د غړو شمېر یې د وچکالۍ، ککړتیا، د کورني ژوي په توګه د ساتنې لپاره له طبیعت د نیونې له امله کم شوی.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | نیورېرګوس |