La Digue – له دیګ

د سیشېل درېم تر ټولو نامتو ټاپو دی. په ټول هیواد کې څلورم لوی ټاپو ګڼل کیږي. د سیشېل نورې درې لوی ټاپوګان ماهې، پراسلین او سیلویت دي. د ټاپو ټول نفوس ۲۸۰۰ وګړي دي. له پراسلین او ماهې ټاپو څخه بېړۍ دې ټاپو ته تګ راتګ کوي او له همدې امله یې ډېر وګړي له بندر سره نږدې ژوند کوي. کوم کسان چې ټاپو ته له بهر هیوادونو راځي لمړی باید ویکتوریا ته د هوا له لارې ولاړ شي او له هغې وروسته پراسلین ټاپو ته او له پراسلین په بېړۍ کې له دیګ ټاپو ته سفر وکړي. په ټاپو کې هوایي ډګر نشته. مساحت یې ۱۰۰۸ کیلو متر مربع دی. د ټاپو له یو سر تر بل سره پورې تګ په بایسکیل او پښو دواړو ممکن دی. نوم یې د فرانسې د (Marc-Joseph Marion du Fresne) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په ۱۷۶۸ کې سیشېل ته سفر کړی.
 
تاریخپوهان وایي چې په لمړي ځل سیمې ته یوه فرانسوي له زار پیکو په ۱۷۴۲ کې په لمړي ځل سفر کړی خو تر ۱۷۶۸ پورې یې نوم نه وو ایښودل شوی. په ۱۷۸۹کې فرانسویان له خپلو افریقایي غلامانو سره سیمې ته راورسېدل. وروسته ازاد شوي غلامان او اسیايي کډوال هم ټاپو ته راغلل. په ۱۸۵۴ کې پکې لمړۍ کتولیک کلیسا جوړه شوه او له همدې امله یې زیات خلک تر اوسه کتولیک عیسویان دي. فرانسویانو د ټاپو له مرجاني ریف زیاته برخه د مرجاني چونې جوړونې لپاره اخیستې. په ټاپو کې کوپره هم شته. فرانسویانو پکې د وانیلا کرنه پیل کړه، د وانیلا کرنه پکې تر اوسه دود ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons