Laos knobby newt – د لاوس موړې لرونکی تریتون
د سوېل کروکوډایل تریتون، خاموان کروکوډایل تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton notialis) دی. د مرکزي لاوس په خاموان ولایت کې پیدا کیږي. کوم چې وېتنام کې پیدا دي مخکې د همدې ډول غړي ګڼل کېدل خو اوسمهال جلا ډول ګڼل کیږي او د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton thaiorum) ایښودل شوی. د موړې لرونکو تریتون ډولونو کې د جنتیکي مالوماتو له مخې له تور موړې لرونکي تریتون سره تړاو لري. اوږدوالی یې له ۱۱ تر ۱۴ سانتي متره پورې رسیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تیلوتوتریتون |