Larva – لاروا
مفرد (Larva) جمع یې (larvae, or larvas) لیکل کیږي، په ډېرو ژو کې د ودې یو پړاو ده، کوم چې له هګۍ یا مور څخه له زېږېدو وروسته پیل کیږي او تر بلوغیت پورې دوام کوي، دا واړه ژوي له بلوغ ته رسېدلو یا خپلو پلرونو سره په شکل کې توپیر لري او د ژوند لپاره له جلا چاپېریال سره په تطابق کې وي.
په ځینې ډولونو کې لاروا ازاد ژوند لري خو د همدې لاروا بلوغ ته رسېدلي په ځای نښتی یا بې خوځښته ژوند کوي؛ په ځینو کې بلوغ ته رسېدلي په وچه کې ژوند کوي خو لاروا بچیان یې اوبو کې ژوند لري. کوم چې بې خوځښته ژوند لري ازاد حرکت کوونکي لاروا بچیان یې نورو سیمو ته د نسل خپرېدنه کې مرسته کوي او دا ډول لاروای ښه خوځښتي جوړښت (locomotor structure) لري. ځینې لاروای د خوړو را ټولونکي وي او ښه غذایي سیستم (alimentary system) لري، خواړه ذخیره کوي تر څو د بلوغت دوره پرې تېره کړي. ځینې لاروای هم خواړه ذخیره کوي او هم نسل خپروي.
د لاروای دورې وخت په هر ډول کې توپیر لري، ځینې ژوندي اوږد لاروای ژوند لري، د ځینو لاروای دوره ډېره لنډه او ځینې هېڅ لاروای دوره نلري. لاروای مختلف شکلونه لري: ځینې بې شمزي د بېلګې په توګه سينیداریان ساده وېښتو یا ریښې ته ورته شکل لري کوم چې د پلېنولا (planula) په نامه یادیږي. فلوک (fluke) کوم چې دوه ډوله مسطح هوار چونجیان (flatworm) دي څو لاروال دورې لري، همداسې حلزون، چنګاښونه او انالیډ څو لاروال شکلونه لري. د مختلفو حشرو لاروال شکل ته (caterpillars, grubs, maggots, and nymphs) نومونه اخلي، د چونګښې لاروال شکل ته (tadpole) نوم اخلي، اغزن پوستکي لرونکي (Echinoderms) د بېلګې په توګه ستوری کب (starfish) هم لاروال شکل لري.