Laser rangefinder

په انګرېزۍ کې ورته (laser telemeter) هم وایي. د واټن کچه کوونکي (rangefinder) یو ډول دی کوم چې یو توکي یا هدف ته د واټن ټاکنې لپاره لایزري وړانګه ( laser beam) کاروي. تر ټولو عام ډول یې د الوت د وخت پر بنسټ کار کوي، د هدف یا توکي لور ته د لایز پلس لیږدوي، د لیزر پلس په ذریعه د ترلاسه شوي وخت ارزونه کوي، د پلس په ذریعه له هدف څخه چې بېرته لیږدونکي ته د وخت مالوت تر لاسه کیږي په همدې یې ارزونه کیږي. د رڼا یا وړانګې د لوړ سرعت له امله له ملي متر لاندې (sub-millimeter) کچه په دقیقه توګه نشي کولای.

کوم چې پوځ کاروي له ۲ تر ۲۵ کیلو متره واټن پورې کار کوي. ځینې یې د شپې له دوربین سره هم کار کوي. کوم چې په پښو درېدونکي دي د چارج کېدو وړ بیټرۍ لري. ځینې یې له کمپیوټر سره د انټګرېټ کېدو وړتیا لري. د پوځي موټرو او ټانکو له پاسه او یا هم له ټوپک لکه سنایپر او داسې نورو سره کارېدلی شي. ځینې ډولونه یې په سپورت او صنعت کې هم کاریږي.

پلس یې ممکن کوډ شوی وي تر څو یې مخالف لوری جام نه کړي. که چېرې توکی یا هدف مخکې لور ته خوځښت کوي نو د خوځښت مالومولو لپاره او د خوځښت د سرعت مالومولو لپاره (Doppler effect) تخنیکونه کارېدلای شي.

دقت یې دلایزري پلس په غورزېدنې او پورته کېدنې او د ترلاسه کوونکي یا رسیور په سرعت مالومیږي.

د A او B تر منځ واټن
D = ct/2
په دې کې C د وړانګې سرعت دی او T د A او B ترمنځ د تګ او بېرته راتګ (round-trip) وخت دی.
t = φ/ω
په دې کې φ د تاخیر یا ځنډ فاز دی کوم چې تګ کوونکې وړانګې رامنځته کړی او ω د اپتیکي څپې زاویه اي فریکوینسي ده.

مقدارونه په معادله کې ځای کوو
D = 1/2 ct = 1/2 cφ/ω = c/4πf (Nπ+Δφ) = λ/4 (N+ΔN)

په دې معادله کې λ د څپې اوږدوالی c/f دی; Δφ د فاز د ځنډ برخه ده کوم چې π نه پوره کوي؛ N د تګ راتګ د څپې د نیمو دورانونو صحیح عدد دی او ΔN پاتې کسري برخه ده

Sidebar



Share
Hide Buttons