Law enforcement – د قانون پلي کوونه
د دولت د ځینو غړو فعالیت دی تر څو په منظم ډول هغو خلکو ته جزا ورکړي چې په ټولنې له حاکمو نورمونو او قوانینو سرغړونه کوي، له جرم کولو وروسته یې د جزا په موده کې په اروا یې توګه د قانون اطاعت ته چمتو کړي، د قانون د سرغړونې مخنیوی وکړي. یاده اصطلاح په خپل ځان کې پولیس، محکمه او سمون یا اصلاحات رانغاړي.
خو دا اصطلاح ډېری وخت د هغو کسانو لپاره کاریږي چې ګشت او څارنه کوي تر څو د قانون ماتونې مخنیوی وکړي او یا هم د سرغړونکو فعالیت پیدا کړي او هغه کسان چې د جرمي قضیو په اړه څېړنې کوي تر څو مجرم پیدا کړي، د جرمي قضیو څېړنه دواړه د پولیسو او نورو د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا ترسره کیږي.
هر هغه نښان یا بج لرونکی کس چې د قانون ماتونکی نیولی شي د قانون پلي کوونې د چتر لاندې شامل دی. په انګریزۍ کې دې کس ته دوه نومونه (peace officer, or law enforcement officer) اخلي. د قانون پلي کوونې له اصطلاح ممکن ډېر خلک د جزا او له قانون د سرغړونې د مخنیوي مانا واخلي خو داسې ډېرې نورې ادارې هم شته چې د هغو کړنو د مخنیوي لپاره په ویرې خپرولو او یا خبرتیا رسولو مخنیوی کوي چې جرم نه ګڼل کیږي او یا که جرم هم وي نو جزا یې سخته نه وي او یا هم جزا یې زندان ته لیږل نه وي.
د قانون پلي کوونه یوازې د یوې ادارې د مسلکي غړو لخوا ترسره کیږي. په دې اداره حکومت لویه پانګوونه کوي. ځینې هیوادونو کې هر ایالت مختلف قوانین لري لکه په متحده ایالتونو کې خو د ځینو کړنو د مخنیوي لپاره بیا په ټولو ایالتونو کې فعالیت کولای شي. ځینې ادارې په خپل ځان کې د قانون پلي کوونې اداره لري لکه په پوځ کې پولیس او پوځي محکمه.