Le nom – اسم
Les propriétés du nom
د اسم ځانګړنې
اسم خپلې ځانګړنې لري په دې مانا چې مونث او یا مذکر وي، مفرد او یا جمع وي، له یوې کلیمې جوړ شوی ساده او یا له څو کلیمو ترکیب شوی وي. لاندې یې فرانسوي تشرېح او مانا وګورئ
Le nom peut être simple ou composé.
اسم کولای شي ساده او یا ترکیب شوی وي
Simple : chien, homme, loup
ساده : سپی، سړی، لیوه
Composé : loup-garou, essuie-glace
ترکیب شوی : د سړي شکل کې لیوه، د موټر د مخکینۍ ښیښې پاکونکی
Le nom peut être le centre d’un groupe appelé groupe nominal.
اسم کولای شي د یوه ګروپ مرکز شي کوم ته چې نوملړ ډله یا ګروپ نومینل ویل کیږي
Les nouveaux jouets de Paul
د پال نوي د لوبو توکي
پورته نوملړ ډله کې د (jouets) اسم د نوملړ ډلې مرکز دی
Le nom peut occuper dans la phrase des fonctions différentes.
اسم کولای شي په جمله مختلف ډوله رول ولري
په دې مانا چې په جمله کې اسم کولای شي فاعل او یا هم د بل اسم بشپړونکی وي
La pluie tombe.
باران وریږي
په پورته جمله کې باران اسم فاعل دی
La table du salon est trop basse.
د صالون میز ډېر ټیټ دی.
په پورته جمله کې دوه اسمونه میز او صالون موجود دي د میز بشپړونکی اسم صالون دی.
Nom commun
عام اسم
Le nom commun est précédé d’un déterminan
له عام اسم څخه مخکې ټاکونکی موجود وي
په فرانسوي کې ټانکونکي (la, le, un, une, les, des) دي ټاکونکي د اسم د مفرد، جمع، مونث او مذکر ښودونکي دي
une idée, la table
یو نظر، مېز
Le nom propre
خاص اسم
Le nom propre n’est généralement pas précédé d’un déterminant. Il commence par une majuscule.
معمولا له خاص اسم څخه مخکې ټاکونکی موجود نه وي. په غټ توري پیل کیږي
Marie, la Belgique, les Alpes
ماري، بلجیم، د الپ غرونه
Comments
So empty here ... leave a comment!