په ښځو کې همدې ورید ته (ovarian vein) نوم اخلي. د نر د ښي او کیڼ اړخ له هګیو سره ورید وصل وي توپیر یې مختلفو برخو ته د وینې تخلیه کوونه ده. د ښۍ هګۍ ورید وینه په (inferior vena cava) کې خالي کوي او د کیڼ اړخ د هګۍ ورید وینه په (left renal vein) کې خالي کوي. دوېم توپیر د کیڼ اړخ ورید د ښي اړخ په پرتله غټ او اوږد دی. که چېرې د وینې تخلیه کې یې وروالی رامنځته شي د هګیو د درد او پړسوب لامل کیږي.
که چېرې پښتورګي مکروب واخلي او یا هم کوم نر د پښتورګو سرطان پیدا شي د هګیو د کیڼ اړخ ورید ته خپرېدای شي او د هګیو په کیسه کې همدا ورید پړسوب پیدا کوي.