Lemming – د شمالي قطب سارايي موږک
د شخوند وهونکو ژو ۲۰ ډولونه دي، ځینې ډولونه یې په ډله ایزه توګه کډوال کیږي. د شمالي قطب سارایي موږک یوازې په شمالي نیمه کره کې ژوند کوي. لنډ څورب بدن، لنډې پښې او لنډه ډبله لکۍ لري. بې څوکې ګرد شوی پوز، وړې سترګې او واړه غوږونه لري. واړه غوږونه یې تقریبا په وېښتو کې پټ شوي وي. د شمالي قطب د ځنګل سارايي موږ (wood lemming) علمي نوم یې (Myopus schisticolor) ده او د شمالي قطب د بې ځنګلو سیمو ساراي موږک (steppe lemming) علمي نوم یې (Lagurus lagurus) ده تر ټولو نورو ډولونو واړه دي. بدن یې له ۸ تر ۱۲ سانتي متره پورې اوږدیږي او وزن یې له ۲۰ تر ۳۰ ګرامه پورې رسیږي. نور ډولونه یې له دې دوه ډولونو غټ دي، د بدن وزن یې له ۳۰ تر ۱۱۲ ګرامه پورې او اوږدوالی یې له ۱۰ تر ۲۲ سانتي متره پورې رسیږي. په ځینو ډولونو کې د بدن رنګ په فصلي توګه تغیر کوي. په اوړي کې یې رنګ خړ وي او سره نسواري ځلا لري، ملا او مخ یې د تېز رنګ کرښې یا پراډې لري. په ژمي کې کوریز کوي وېښته یې سپین رنګ ته بدلیږي او د کیندلو لپاره یې منګولې وده کوي. نور ځینې ډولونه یې خړ، شګې ته ورته زېړ رنګونه لري.
د شمالي امریکا او اوراسیا په ټولو بې ونو یا بې ځنګلو او یا هم په نیمه ځنګل لرونکو معتدلو او قطبي سیمو کې شته دي. په دې سیمو کې یوازې ژوند کوي او یو بل خپل ځان سره نږدې نشي زغملای. په هر ډول شنو لکه تخمونو، لښتو، غوټیو، ریښو، پاڼو، د ونو او بوټو د ساقو په پوستکو، وښو او اوبړۍ بوټو ځان تغذیه کوي. په سمڅو کې یا د ډبرو لاندې ځالې جوړوي. ځینې یې د واورې له پاسه یا د واورې لاندې ځاله جوړونکي دي. له پسرلي تر مني پورې د مثل تولید کوي. د بلاربښت موده یې له ۲۰ تر ۳۰ ورځو پورې وي او تر ۱۳ پورې بچیان زېږوي.
د شمالي قطب د سارایي موږک ۲۰ ډولونه په ۶ نسلونو کې ګروپ شوي. د شخوند وهونکو په (Rodentia) ډله کې د رښتینو موږکانو او مږو په موریډای کورنۍ (Muridae) کې د ارویکولینای فرعي کورنۍ (subfamily Arvicolinae) غړي دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!