Leopold II – دوېم لیوپولډ
په فرانسوۍ ژبه یې بشپړ نوم (Léopold-Louis-Philippe-Marie-Victor) لیکل کیږي او په الماني ژبه یې بشپړ نوم (Leopold Lodewijk Filips Maria Victor) لیکل کیږي. د ۱۸۳۵ کال، د اپرېل په ۹ نېټه، د بلجیم په بروکسل کې زېږېدلی او د ۱۹۰۹ کال، د ډسمبر په ۱۷ نېټه، د بلجیم په لایکېن کې مړ شوی. له ۱۸۶۵ تر ۱۹۰۹ پورې د بلجیم پاچا وو. لیوپولډ زیاته هڅه کوله چې له بلجیم څخه د امپراتورۍ ځواک جوړ کړي. اروپایان یې وهڅول چې د (Congo River basin) پراخ کړي، په کال ۱۸۸۵ کې یې هڅه وکړه چې له کونګو ازاد ایالت (Congo Free State) جوړ کړي، او په کال ۱۹۰۸ کې یې کونګو د بلجیم کونګو (Belgian Congo) په نامه ونوموله کومه چې اوس د کونګو ډیموکراټیک جمهوریت (Democratic Republic of the Congo) دی. له دې پرته یې ډېره زیاته هڅه وکړه چې له بلجیم څخه یو عصري هیواد جوړ کړي. لیوپولډ په افریقا کې په هغو سیمو کې چې د بلجیم د لاس لاندې وې د ظلمونو او په بې رحمۍ د تور پوستو د وژلو مسول هم ګڼل کیږي.
کله چې لیو پولډ پیدا شو په دې وخت کې بلجیم هم پنځه کلن وو، پلار یې لمړی لیوپولډ (Leopold I) د بلجیم پاچا وو، مور یې چې د پلار دوېمه ښځه وه ماري لوییز اف اورلیا (Louise-Marie of Orléans) نومېده کورنۍ یې د اروپا له نورو سلطنتي کورنیو سره د خپلوي اړیکې لرلې. دوېم لیوپولډ د انګلستان د ملکې ویکتوریا (Queen Victoria) د ترور زوی وه. په کال ۱۸۴۶ کې د بلجیم پوځ ته ولاړ، په کال ۱۸۵۳ کې یې د هنګري یوه لوړ پوړي چارواکي له لور ماري هېنریت ( Marie-Henriette) سره واده وکړ او بلاخره په کال ۱۸۶۵ د ډسمبر په میاشت کې کله یې چې پلار مړ شو نو د بلجیم پاچا شو.
د ۱۹ پېړۍ په پای کې، په لوېدیځې اروپا کې پر پاچایانو فشار اچول شوی وو چې سیاسي واک د رایو له لارې ووېشي او له همدې امله د بلجیم پارلمان او کابینه د واک او ځواک اصلي سرچینه ګرځېدلې وه خو د لیو پولډ په وخت کې د دوه ډلو ترمنځ چې یوه لېبرال او بله د عیسویت کتولیک ډله وه خپلمنځ کې پر پوهنې او د رای پر حق شخړې لرلې. دغو شخړو لیوپولډ وهڅاوه چې د هېواد پر دفاعي چارو تمرکز وکړي ځکه چې له یوې خوا کورنۍ شخړې وې له بلې خوا فرانسې او جرمني خپله کې د (Franco-German War) جګړه پر مخ وړله او دې چارې کولای شول بلجیم یو لور یا فرانسې او یا هم جرمني لور ته ټېل وهي خو لیو پولډ د بلجیم پالیسي د دواړو په اړه خنثی کړه او پارلمان یې راضي کړ چې د بلجیم په لیج او نمور ښارونو کې نظامي کلا ګانې جوړې کړي. دوېمه چاره یې دا وه چې له خپل سلطنت څخه یې د شتمنۍ پیدا کولو هڅې وکړې او د دې لپاره یې په افریقا کې د کالونۍ یا مستعمرې تاسیس ته لاس واچوه.
کله چې لیوپولډ افریقا ته خپل له ډلو جوړ شوي پوځونه ولېږل نو د افریقا ځایي خلکو ته یې ځان ښه عیسوی او بشردوسته معرفي کړ، افریقایانو ته یې ووېل چې افریقا ته له افریقایانو سره د سوداګرۍ لپاره راغلی او غواړي چې افریقایان له غربي تمدن څخه برخمن کړي. په کال ۱۸۷۶ کې یې په بروکسل کې د جغرافیه پوهانو او د سیمو د کشف کوونکو کنفرانس جوړ کړ. له دې کسانو یې څو کاله وروسته هېنري مارټن سټنلي (Henry Morton Stanley) په افریقا کې خپل استازی وټاکه. هنري د پنځه کالو لپاره د کونګو په سیند کې سوداګریز پوسټونه جوړ کړل، سرکونه یې ورغول او د سیمې بېسواده مشران یې وهڅول چې له لیوپولډ سره تړونونه لاسلیک کړي (سیمه ایز مشران په دې نه پوهېدل چې تړون کې څه لیکلي).
کله یې چې بنسټیزې چارې پای ته ورسولې نو په دې فکر کې شوو چې د بلجیم په څېر کوچني هېواد ته چې نه سمندري پوځ لري او نه هم لویې بېړۍ لري د مستعمرې جوړونه او بیا ساتنه ستونزمن کار ده او په ډېره اسانۍ یې نور ځواکونه د خپلو ګټو لپاره ترې نیولای شي. د خپلو سیمو د ساتنو لپاره یې لمړی متحده ایالتونه او بیا اروپايي زبر ځواکونه وهڅول چې کونګو د لیوپولډ د شخصي شتمنۍ په توګه ومني. کونګو ته یې د (Congo Free State) نوم ورکړ کومه چې د نړۍ لمړۍ شخصي مستعمره شوه او مالک یې دوېم لیوپولډ شو.
درېمه چاره یې له کالونۍ ګټې ترلاسه کول وو. په هغه وخت کې با ارزښته توکي د فیل غاښونه وو. د پلاستیک له جوړېدو مخکې د فیل غاښونه تراشل کېدل، مختلف شکلونه او توکي لکه کونجي یا کیلي، د پیانو توکمې، د انسانانو لپاره غاښونه، د زیوراتو لپاره د نصب قالبونه او وړې مجسمې تر جوړېدې. د لیو پولډ لمړۍ ظلم د افریقا له فیلانو سره وو چې په ژوندانه به یې غاښونه ترې وېستل او یا به یې د غاښونه لپاره لمړی د فیل ژوند اخیسته او بیا یې اوږده غاښونه ترې وېستل.
په ۱۸۹۰ لسیزه کې یوه بله د شتمنۍ سرچینه راڅرګنده شوه او دا سرچینه ربړ وه. په دې وخت کې تازه اختراع ګانو د ربړ ارزښت خورا زیات کړ. ربړ د موټرو په ګاسکېټ، د ټیلیفون او ټیلیګراف د سیمانو په پوښلو، د موټرو او بایسکېلونو لپاره په ټایر جوړونه کې کارېده. ټولو خلکو هڅه وکړه چې د ګرمو سیمو په کالونیو کې د ربړ د شېرې د تولید ونې وکري خو د ربړ ونې بشپړ ودې ته په ډېر زیات وخت کې رسیږي او له همدې امله یې د ونو کرل پرېښودل او د هغو سیمو په لور یې مخه کړه چېرې چې د ربړ وحشي ودې ته رسېدلې ونې پیدا کیږي. په افریقا کې دوه د ربړ په ونو غني سیمې وې چې یوه لېنډولفیا وېنز (Landolphia vines) سیمه وه او بله سیمه د لیوپولډ شخصي مستعمره کونګو وه.
د لیو پولډ دوېم ظلم دا وو چې خپل له ډلو جوړ ۱۹۰۰۰ پوځ ته یې امر وکړ چې د کونګو د کلیو سړیان ځنګلونو ته په زوره د ربړ له ونو د شېرې راغونډولو ته ولیږي او ښځې یې یرغمل کړي. ښځې به له پوځ سره تړل شوې له ولږې مړې شوې او سړیان په ولږه او سخت کار مړه کېدل. زرګونه د کونګو سیمه ایزو خلکو له خپل کلیو تېښته وکړه تر څو یې ښځې او لورګانې د لیوپولډ پوځ یرغمل نکړي او په دوي ځنګلونو کې د ربړ له ونو په زوره شیره راغونډه نکړي. لسګونه زره کوم چې پاتې وو د رژیم ضد یې پاڅون وکړ.
د لیو پولډ درېم ظلم دا وو چې خپل پوځ ته یې د پاڅون کوونکو د وژلو امر وکړ. د وسلې د اصراف د مخنیوي لپاره یې خپل پوځ ته حکم کړی وو چې په هره مرمی باید یو تورپوستی وژل شوی وي او د ثبوت لپاره یې باید له مړي لاس پرې شي او د پوځ افسر ته وښودل شي چې دې چارې بل ظلم ته لار هواره کړه او هغه دا چې که به یو کس له مرمۍ خطا شو نو په ژوندیني به یې له یوه تورپوستي لاس پرېکوه تر څو سرتیري خپل افسر ته د کس وژل ثابت کړي.
یوازې یو څو سړي یې د کب نیونې او کرنې لپاره پریښي وو تر څو په بند کې ساتل شوو ښځو ته خواړه چمتو کړي. ډېری په بند کې ساتل شوې ښځې ناروغیو ووژلې او د جلا کوونې له امله یې د زېږون په شمېر کې هم لوی کمی رامنځته شوی وو کوم چې د کونګو نفوس له ورکېدو سره مخ کړی وو. د نفوس شمېرنې متخصصانو له نظره د ۱۸۸۰ او ۱۹۲۰ کلونو ترمنځ د کونګو ۵۰ % نفوس له منځه وړل شوی. په پېل کې کونګو ۲۰ میلیونه نفوس لره خو په پای کې ۱۰ میلیونه وژل شوی وو.
له لیوپولډ څخه د ربړ د شېرې د راغونډولو سیستم فرانسویانو، جرمنانو او پرتګالیانو هم کاپي کړ او په ورته مړینې، ظلم او بې رحمۍ باندې پای ته ورسېده. په دې وخت کې نړیوالو د لیوپولډ ضد غږ پورته کړ او دې نړیوال فشار لیوپولډ مجبوره کړ چې خپله شخصي مستعمره پرېږدي او په کال ۱۹۰۸کې د یادې مستعمرې نوم د بلجیم کونګو (Landolphia vines) ته بدل شو. خو بیا یې هم د شتمنۍ خپله برخه د بلجیم له حکومته ترلاسه کوله او یو کال وروسته مړ شو. لیوپولډ یو زوی لره او هغه هم د لیوپولډ له مرګه مخکې مړ شوی وو او له همدې امله د بلجیم درېم پاچا د لیوپولډ وراره لمړی البرټ شو.
د ژوند په پای کې یې خپلو خلکو هم نه خوښوه او د نه خوښېدو لامل یې په افریقا کې ظلم نه وو بلکې د بلجیم په نورو ژبو یې سمې خبرې نشوې کولای. اوږد ژمی به یې په عیاشۍ کې له هېواده بهر تېروه له درې لورګانو یې دوه لورګانو پردی کړی وو او نور یې خپل پلار نه ګاڼه. له وړو انجونو سره یې جنسي اړیکې لرلې او کله چې ۶۵ کلن وو له یوې ځوانې فاحشې سره یې اړیکې لرلې له کومې چې دوه نور بچیان پیدا شوي وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!