ډ ډول علمي نوم یې (Cannomys badius) ده. په سپالاسیډای کورنۍ (family Spalacidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په کنومیس نسل (genus Cannomys) کې یوازینی ډول ده. په بنګله دیش، بوتان، کمبودیا، چین، هند، میانمر (برما)، نیپال او تایلنډ کې پیدا کیږي. په شکل کې سارایي موږک ته ورته والی لري. تر ۸ انچه پورې اوږد بدن او ۲ انچه پورې اوږده لکۍ لري. وزن یې له ۲۱۰ تر ۳۴۰ ګرامه پورې وي. واړه غوږونه لري او غوږونه یې په وېښتو کې پټ وي. د بدن رنګ یې له خړ نسواري تر سور نسواري پورې وي. ځینې وخت په سر باندې سپین خاپ هم لري. غار وېستونکی ژوی ده، په غریزو سیمو کې د بامبو د کڼکي یا نی په ځنګلونو کې پیدا کیږي.
کېنګډم |
ژوي |
فایلم |
کورډاټا |
کلاس |
تی لرونکي |
ډله |
شخوند وهونکي |
کورنۍ |
سپالاسیډای |
– |
– |
نسل |
کنومیس |
Photo by Николай Усик / http://paradoxusik.livejournal.com/
Post Views: 140