Lettre de cachet – د پاچا مهر لرونکی خط
په فرانسوۍ ژبه کې یې تلفظ ” لېتخ دو کاشې ” دی او مانا یې د لاسلیک یا مهر لرونکی خط ده. لېتخ دو کاشې خطونه وو کوم چې د فرانسې پاچا امضا یا مهر کول او یو وزیر به یې د تصدیق لپاره لاسلیک پرې کوه او پاکټ به یې په سلطنتي مهر ټاپه کېده. لېتخ دو کاشې په مستقیمه توګه له پاچا د داسې مسایلو په اړه امر اخیستنه وه چې د استیناف وړ نه وو.
لېتخ دو کاشې د شورا ګانو او یا هم د ځانګړو کړنو د مخنیوي لپاره کارېده. په ځینې موردونو کې د یوه قانون د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل کېده سره له دې چې که پارلمان به قانون رد کړی وو بیا به هم د همدې خط په زور تصویب کېده.
لېتخ دو کاشې له دې پرته د یو کس پرته له دې چې محکمه شي، د خپلې بې ګنایي دفاع وکړي د بندي کېدو لپاره کارېده، همداسې د یو کس یوې کالونۍ ته د جلا وطن کېدو لپاره کارېده، د لیونیانو یا مجنون کس، د شتمنو کورنیو د مشرانو خلاف، د شرابخورو او یا فاحشو ښځو او دې دنده کې د ککړو خلکو پر ضد کارېده. ځینې شتمنو خلکو د ودونو د مخنیوي لپاره یاد خطونه کارول لکه د اشرافو له یو عام کس سره د واده خلاف، که چېرې به یو شتمن کس محکمه کېده د خپلې بې عزتۍ د مخنیوي لپاره به یې د محکمې ضد کاروه.
له لېتخ دو کاشې څخه زیاتو خلکو سوء استفاده کوله او بې ګناه خلک یې پرې جزایي کول او له همدې امله د فرانسې د انقلاب په دور کې بند شول. په ۱۷۸۹ او ۱۷۹۰ کلونو کې ډېرو قضیو ته د یوه کمیسون لخوا بیا کتنه وشوه او بې ګناه خلک یې ازاد کړل مجرمین یې محکوم کړل.
Comments
So empty here ... leave a comment!