Lips – شونډې
شونډې د انسان او د ډېرو ژو په خوله کې د خولې څرګند غړي دي. شونډې نرمې دي، د خوځېدو وړ دي، د خوړو د اخیستنې لپاره کاریږي، د غږ او د خبرو د بیان او تلفظ لپاره کاریږي. انساني شونډې د لمس حس سره تړاو لرونکې دي او له همدې امله که چېرې د ښکل کولو لپاره وکارول شي نو د جنسي او عاطفي احساس تحریک کولای شي.
د خوړو اخیستنه
شونډې خپلې او د پولو عضلې لري او له همدې امله په اسانۍ د خوځېدو وړ دي. شونډې د خوړو د نیولو لپاره، د خوړو خولې ته د داخلولو لپاره کاریږي، شونډې د خولې د بندولو لپاره کاریږي تر څو خواړه د خولې داخل کې پاتې شي، شونډې د خولې د بندولو لپاره کاریږي تر څو ناغوښتل شوي توکي خولې ته داخل نشي، کوچنیان یې د تي رودلو لپاره کاروي تر څو له خپلې مور ځان تغذیه کړي.
شونډې د مختلف ډوله غږونو د تولید لپاره کاریږي. په ځانګړې توګه درې ډوله بې غږه توري (labial, bilabial, and labiodental) تلفظ کوي – لبیل (Labial) هغه بې غږه توري دي چې د تلفظ لپاره یې یوه یا دواړه شونډې فعالې وي; د لبیل دوه عام تلفظونه (bilabials) او (labiodentals) دي. په (bilabials) کې دواړه شونډې د تلفظ لپاره کاریږي او په (abiodentals) کې د پاسه یا لاندې شونډې د لاندې یا پورته غاښونو سره د تلفظ لپاره کاریږي. او همداسې ټول غږ لرونکي توري تلفظ کوي. له دې پرته د شپېلک غږونه تولیدوي او هر هغه توکي چې د هوا په ذریعه غږ تولیدوي لکه شپېلۍ غږوي.
جوړښت
په لاتیني ژبه کې پاسه شوندې ته (Labium superius oris) او لاندې شونډې ته (Labium inferius oris) نومونه اخلي. د مخ او شونډو ترمنځ پولې ته (vermilion border) وېل کیږي په یادې پولې کې چې کومه سره برخه ده د (vermilion zone) په نامه یادیږي، د پاسنۍ شونډې (vermilion border) ته د (cupid’s bow) نوم اخلي. د شونډې په مرکزي برخه کې بهر وتلې برخه په ډېرو نومونو پېژندل کیږي یو نوم یې (procheilon) ده او ځینې خلک یې املا (prochilon) هم لیکي. د پاسه شونډې له منځنۍ برخې (procheilon) نیلوې تر د پوځې (nasal septum) پورې یوه عمودي کرښه ده یادې کرښې ته د (philtrum) نوم اخیستل کیږي.
د شونډو پوستکی له درې تر پنځو پورې حجروي طبقې لري او د مخ له پوستکي سره زیات د پرتله کېدو وړ ده په کوم کې چې تر ۱۶ پورې طبقې موجودې دي. د شونډو په پوستکي کې (melanocytes) کم موجود ده – میلانوسایټ هغه بشپړ ودې ته رسېدلې حجره ده چې د پوستکي میلانین رنګدانه یا رنګ (melanin pigment) تولیدوي. د یادو حجرو د کموالي له امله په شونډو کې د وینې رګونه ښکاري کوم چې شونډو ته سور رنګ ورکوي خو د کومو خلکو چې د بدن رنګدانه توره وي سوروالی پکې کم وي او لامل یې په دې ډول خلکو کې د یادې حجرې زیاتوالی ده.
شونډې وېښته نلري. په شونډې کې د خولې مرغړي نشته وي او له همدې امله د حفاظت د خولې او د بدن د غوړو حفاظتي یا دساتنې طبقه نلري کومه طبقه چې پوستکي نرم ساتي، له ناروغیو زېږونکو عواملو یې ژغورنه کوي او د تودوخې تنظیم کوي. په شونډو کې یاده طبقه نشته او له همدې ژر وچیږي او ژر چاودې کیږي.
مایکرو اناټومي
د شونډو مخاطي غشا په حسي طبقه کې په یوه لویه برخه ښودل شوې او له همدې امله شونډې ډېرې حساسې دي.
د وینې لېږد
د مخ شریانونه یا سره رګونه (facial artery) د بهرنیو کاروټیډ شریانو له شپږڅانګو یوه ده. دا شریانونه دواړو شونډو ته په خپلو پورتنیو او لاندینیو څانګو وینه لېږدوي دواړه څانګې د (bifurcate and anastomose) په نامه یادیږي.
عضلې
د کومو عضلو په ذریعه چې شونډې عمل ترسره کوي د مخ په ذریعه د بیان دعضلو برخه ګڼل کیږي. د ټولو عضلو نومونه په لاندې ډول دي
Buccinator
Orbicularis oris (a complex of muscles, formerly thought to be a single sphincter or ring of muscle)
Anchor point for several muscles
Modiolus
Lip elevation
Levator labii superioris
levator labii superioris alaeque nasi
Levator anguli oris
Zygomaticus minor
Zygomaticus major
Lip depression
Risorius
Depressor anguli oris
Depressor labii inferioris
Mentalis