List of Hanfu – د هنفو نوملړ

هنفو د چین تاریخي جامې دي د کینګ له کورنۍ (Qing dynasty) مخکې هن (Han) خلکو یا قوم اغوستلې. پخوانی ډیزاین یې د جامو له پاسه چپنې ته ورته جامه وه او د چپنې لاندې چین لرونکی کمیس وو. وروسته په دې جامه کې د ورېښمو ډیزاین زیات شو او د چین دا کلتوري جامې د نړۍ په نورو سیمو کې هم واغوستل شوې. د ویتنام او جاپان په ( Japanese kimono, yukata, and the Vietnamese Áo giao lĩnh) کلتور کې یې هم ځای پیدا کړ.
 
په دې جامو کې د ډیزاین ترتیب یې د چین له نورو کلتوري جامو په توپیر کې مرسته کوي. دې جامو ته تر ټولو ورته جامې د چین د مانچو خلکو جامې دي په اوس وخت کې د هنفو جامو عصري شوې بڼې ته (qipao) نوم هم اخلي او ښځې یې اغوندي. د مانچو او هنفو ترمنځ توپیر لاندې وګورئ
 
په هنفو جامه کې د جامو له پاسه اغوستل کېدونکې جامه د (yi) په نامه یادیږي لوی چین لري او جامه هم ازاده وي.
په مانچو (manchu) جامو کې (pao) د جامو له پاسه جامه په جامه کې د غاړې چین پټوي او د چپنې په څېر د مخې لخوا د خلاصېدو لپاره تڼۍ نلري.
په هنفو جامو کې لاندې جامه کمیس لري او د (chang) په نامه یادیږي
په مانچو جامو کې لاندې جامه پتلون ته ورته پرتوګ لري او د (ku) په نامه یادیږي
په هنفو جامه کې چپر ګردن یو بل له پاسه تېریږي او چلیپا ته ورته شکل لري
په مانچو جامو کې په عمودي توګه موازي وي
په هنفو جامو کې لستوڼي اوږده او ازاد وي
په مانچو کې تنګ او لنډ وي
د هنفو جامو تڼۍ په جامه کې داخلې او کمې وي
په مانچو جامو کې تڼۍ زیاتې وي او ښکاره وي
په هنفو جامو کې کمربندونه کاریږي تر څو د جامو ځینې ازادې برخې را ټولې کړي
په مانچو کې د جامو را ټولولو او تنګولو لپاره غټې تڼۍ کاریدلې وي
 
د جامو (yi) برخه دواړه نر او ښځې اغوندي
د جامو (pao) یوازې نران اغوندي
د جامو (ru) یو ټي شرټ یا کمیس ته ورته وي
د جامو (shan) برخه جاکټ ته ورته وي او د (yi) له پاسه اغوستل کیږي
د جامو (qun or chang) برخه سکرټ یا لو کمیس وي او دواړه نر او ښځې یې اغوندي
د جامو (ku) برخه پتلون ته ورته پرتوګ وي
 
له همدې جامو تقلید شوی او عصري شوی ډیزاین په اوسنیو ډېرو چینایي جامو کې شته او د نړۍ په ډېر برخو کې یې نران او ښځې دواړه اغوندي.

هنفو د چین د هن خلکو پخوانۍ کلتوري جامې دي

Diyi Ming Dynasty empress attire.jpg
Tsachüchuishaofu Female figure dressed in Tsa-chü-ch'ui-shao clothing. Lacquer painting over wood, Northern Wei.jpg
Daxiushan Xian2-10.jpg
Ruqun Jiao Bingzhen - Paintings of Ladies - Leaf 2.jpg
Zhiduo Zhiduo 1.jpg
Banbi Xian2-9.jpg
Beizi Beizi3.jpg
Chang’ao Daao 1.jpg
Daopao Hanfu daopao.jpg
Shenyi Shenyi 1.jpg
Yuanlingshan Traditional chinese wedding.jpg
Lanshan Panling lanshan.jpg
Phoenix crown Ming Dynasty phoenix crown.jpg
Tang official headwear Tangxuanzong.jpg
Song official headwear Shenzong of Song.jpg
Ming official headwear Officials.jpeg
Share
Hide Buttons