Livestock show – د څارویو او کورنیو الوتونکو ننداره

د مالونو ننداره د څارویو د فینوټیپیک (phenotypic) نسلونو په ځانګړنې د قضاوت لپاره کیږي. فینوټیپیک یا فینو ټایپ په یوه ډول کې د لیدو وړ هغه ځانګړنې دي چې د جینو ټایپ او چاپیریال له فعل او انفعال پکې رامنځته شوي وي جینو ټایپ (genotype) د یوه ژوندي جنتیکي جوړښت ته وایي. د څارویو په دې ننداره کې غوییز، مېږې، وزې، اسونه، لاما، الپاکا موجودې وي خو له دې پرته کورني الوتونکي لکه چرګان، قازې، هیلۍ، فیلمرغ او کفترې یا کوترې هم پکې وي. دا ډول ننداره د کرنې د نندارې برخه ګڼل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons