Lockheed Martin F-35 Lightning II
د متحده ایالتونو د یوه ماشین لرونکې، د یوه پیلوټ د څوموخو لپاره د غلا تګ کوونکې جنګ کوونکې الوتکه ده. د پنځم نسل جنګي الوتکه ګڼل کیږي کومه چې په ځمکه برید کولای شي او د مخالف لوري د هوا بشپړ کنټرول ترلاسه کولای شي. درې ډولونه لري: یو ډوه یې د اېف – ۳۵ اې (F-35A) ډول ده کومه چې دودیزه الوتنه او ناسته (conventional takeoff and landing CTOL) کوي په دې مانا چې د الوتنې او ناستې لپاره هوایي کرښې ته اړتیا لري؛ دوېم ډول یې اېف – ۳۵ بي (F-35B) ده کوم چې له ډېرې لنډې هوایي کرښې الوتنه کوي او په عمودي توګه پرته له هوایي کرښې ناسته (short take-off and vertical-landing STOVL) کوي په دې مانا چې د ناستې لپاره هوایي کرښې ته اړتیا نلري؛ درېم دول یې اېف – ۳۵ سي (F-35C) ده کومې چې په سمندري بیړیو کې کاریږي او د نیونکې الې په مرسته ناسته (catapult-assisted take-off but arrested recovery CATOBAR) کوي. له ازموینو وروسته د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۳۱ نېټه د متحده ایالتونو سمندري ځواک اعلان وکړ چې د اېف – ۳۵ بي ډول لپاره په بیړیو کې یې د ډلګۍ په جوړونې پیل کړی، د ۲۰۱۶ کال اګسټ په دوېمه نېټه یې یاده ډلګۍ چمتو وبلله.
د اېف – ۳۵ طرحه له (X-35) الوتکې اخیستل شوې. د جوړونې او طرحې اصلي شرکت یې (Lockheed Martin Aeronautics) ده خو نور مرسته کوونکي شرکتونه (Northrop Grumman, Pratt & Whitney, and BAE Systems) دي. تر ۲۰۳۷ کال پورې به یې جوړونکی شرکت د متحده ایالتونو هوایي ځواک ته ټولې ۲۶۶۳ الوتکې وسپاري او یادې الوتکې به د متحده ایالتونو هوایي ځواک تر ۲۰۷۰ کال پورې وکاروي. متحده ایالتونه د یادو الوتکو بودیجه له خپلو ملګرو اخلي، په دې ملګرو کې د ناټو غړي او یا هغه ملګري هیوادونه دي چې له متحده ایالتونو سره نږدې اړیکې لري. د یادو الوتکو د جوړولو په پروګرام کې انګلستان، ایټالیا، استرالیا، کاناډا، ناروې، دنمارک، نیدرلنډ او ترکیه فعال غړي دي.
په متحده ایالتونو او نورو هیوادونو کې یې په طرحې انتقاد کیږي. او ډېر خلک ګمان کوي چې له تولید وروسته یې په طرحه کې عیبونو ته پام نده شوی او له ازموینو وروسته د پلور مارکیټ ته وېستل شوي. په ۲۰۱۸ کال کې چې کله اسرایلو تر لاسه کړې نو په لمړي ځل یې په ټول منځني ختیځ کې الوتنې وکړې او دوه نظامي پوستې یې بمبار کړې.
جوړونکی شرکت یې (Lockheed Martin Aeronautic) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۰۶ کال د ډسمبر په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې د (F-35B: 31 July 2015, F-35A: 2 August 2016, F-35C: 2018) کې شوې، اساسي کارونکي یې (United States Air Force, United States Marine Corps, United States Navy) دي، د ۲۰۱۸ کال د سپټمبرتر ۱۱ پورې ټولې تر ۳۲۰ زیاتې الوتکې تولید شوې وې، د (F-35A) الوتکې ارزښت ۸۹.۲ میلیونه ډالر، د (F-35B) الوتکې ارزښت ۱۱۵.۵ میلیونه ډالر، د (F-35C) الوتکې ارزښت ۱۰۷.۷ میلیونه ډالر ده.
استرالیا ۶ الوتکې لري او ۶۶ نورې به ترلاسه کړي
دنمارک د ۲۷ الوتکو غوښتنه کړې
اسرایل ۱۲ الوتکې لري غوښتنه یې ټوله د ۷۵ الوتکو کړې
ایټالیا ۹ الوتکې لري او ۲ به ژر تر لاسه کړي خو د ۶۶ الوتکې د پېرلو پلان لري
جاپان یوه الوتکه لري ۹ الوتکې به په راتلونکې کې ترلاسه کړي خو د ۴۲ الوتکو پېرلو پلان لري، ۳۸ الوتکې د میټسو بیشي شرکت لخوا د جوړېدو لاندې دي
نیدرلنډ ۲ الوتکې لري ۸ الوتکې به نورې ترلاسه کړي او د ۲۷ نورو پېرلو پلان لري
ناروې ۷ الوتکې لري او د ۴۵ نورو الوتکو غوښتنه یې کړې
سوېلې کوریا یوازې یوه الوتکه ترلاسه کړې د ۴۰ الوتکو غوښتنه یې کړې وه او په ۲۰۱۷ کې د ۲۰ نورو الوتکو غوښتنه هم وکړه
ترکیه دوه الوتکې لري، ۴۰ به ترلاسه کړي او د ۱۲۰ الوتکو د پېرلو پلان لري
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۱۵.۶۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۷ متره
لوړوالی : ۴.۳۳ متره
د وزرو سطحه : ۴۲.۷ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۳۱۵۴ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۲۴۲۶ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۱۸۰۰ کیلو ګرامه
په داخل کې د تیلو ظرفیت : ۸۳۸۲ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Pratt & Whitney F135 afterburning turbofan
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۹۳۰ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې زیات نه زیات وزن ۷۴۵ کیلو ګرامه خو نورمال وزن ۵۲۵ کیلو ګرامه
(Maximum g-load: 9 g)
وسله:
یوه (General Dynamics 25 mm GAU-22/A 4-barrel rotary cannon) ماشینداره کومه چې ۱۸۰ مرمۍ لري، د مهماتو د نښلونې لپاره ۶ ځایونه د وزرو لاندې لري په کومو کې چې تر ۶۸۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالوي او د دوه خلاصېدونکې پټې برخې لري په کومو کې چې تر ۲۵۹۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالوي ټول تر ۸۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالولای شي.
توغندي
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
AIM-120 AMRAAM
AIM-9X Sidewinder
AIM-132 ASRAAM
MBDA Meteor
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
AGM-88 AARGM
AGM-158 JASSM
Brimstone missile / MBDA SPEAR 2
SPEAR 3[89]
Joint Air-to-Ground Missile (JAGM)
Joint Strike Missile (JSM)
SOM
بېړۍ ضد توغندي
Naval Strike Missile (NSM)
Long Range Anti-Ship Missile (LRASM)
بمونه
Mark 84 or Mark 83 or Mark 82 GP bombs
Mk.20 Rockeye II cluster bomb
Wind Corrected Munitions Dispenser (WCMD) capable
Paveway series laser-guided bombs
Small Diameter Bomb (SDB)
Joint Direct Attack Munition (JDAM) series
AGM-154 JSOW
B61 mod 12 nuclear bomb
برېښنایي سیستم
Northrop Grumman Electronic Systems AN/APG-81 AESA radar
Lockheed Martin AAQ-40 E/O Targeting System (EOTS)
Northrop Grumman Electronic Systems AN/AAQ-37 Distributed Aperture System (DAS) missile warning system
BAE Systems AN/ASQ-239 (Barracuda) electronic warfare system
Northrop Grumman AN/ASQ-242 CNI system,[503] which includes
Harris Corporation Multifunction Advanced Data Link (MADL) communication system
Link 16 data link
SINCGARS
An IFF interrogator and transponder
HAVE QUICK
AM, VHF, UHF AM, and UHF FM Radio
GUARD survival radio
A radar altimeter
An instrument landing system
A TACAN system
Instrument carrier landing system
A JPALS
TADIL-J JVMF/VMF
Comments
So empty here ... leave a comment!