Lohner Type M
په لمړۍ نړیواله جګړه کې، اتریش کې جوړه شوې د کشف لپاره الوتونکې کیشتۍ وه. د ټولو تولید شوو شمېر ۱۵ وو، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۱۴ کې کړې، کارونه یې د ۱۹۱۴ کال په فېبرورۍ کې پیل شوې وه. جوړونکی شرکت یې (Lohner) وو. د (M, Mn, Mk and Mkn) په نامه یې مختلف ډولونه لرل. کارونکي یې د اتریش – هنګري امپراتوري وه.
پیلوټان : دوه پیلوټان او څارونکی
اوږدوالی : ۹.۲ متره د ځینو ډولونو کې ۸.۳ متره وو
د پورتنیو وزرو پراخوالی : ۱۳ متره
د لاندینیو وزرو پراخوالی : ۸.۴ متره
لوړوالی : ۳.۱ متره
د وزرو سطحه : ۳۱ متر مربع
بې وسایل وزن : ۵۸۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۹۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۹۰ کیلو متره
په یو ځل یې تر ۵۰۰ کیلو متره الوتنه کولای شوه
وسلې: تر پنځو کیلو ګرامه بمونه او د څارونکي لپاره یوه ماشینداره
پاور پلنټ : Hiero 4-cylinder water-cooled in-line piston engine, 63 kW (85 hp)
