د ډول علمي نوم یې (Chinchilla lanigera) دی. نور نومونه یې (Chilean, coastal, common chinchilla, or lesser chinchilla) دي. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د ارجنټینا، پېرو او بولیویا په اند غرونو کې پیدا کیږي. ښکار یې په قانوني توګه منع دی خو په سیمه کې د خلکو د نفوس پراخېدنې یې د نسل په کمېدو کې مرسته کړې. وزن یې تر ۸۰۰ ګرامه پورې او اوږدوالی یې تر ۳۸ سانتي متره پورې رسیږي. څورب بدن لري، ببره تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږده لکۍ لري. غټې سترګې او اوږده غوږونه لري. د بدن رنګ یې له نیله تر خړ نسواري پورې وي. د بدن لاندې برخه یې زېړ رنګه سپین ته ورته رنګ لري. په فارمونو کې د نورو رنګونو نسل هم اخیستل شوی. په بندو ساتل شوو ځایونو او کورونو کې تر ۲۰ کالو پورې ژوندي پاتې کیدای شي.
Post Views: 263
Comments
So empty here ... leave a comment!