Louise-Félicité de Kéralio – د کېرالیو لوییز فېلیسیتې

بشپړ نوم یې (Louise-Félicité Guynement de Kéralio) دی. د ۱۷۵۸ کال د اګسټ په ۲۵ نېټه د فرانسې په ولانس دروم سیمه کې زېږېدلې او د ۱۸۲۱ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه په بروکسل کې مړه شوې. د فرانسې لیکواله او ژباړونکې وه. اصلي ځای یې د فرانسې بروتون یا بریتاني ټاپوزمه وه. پلار یې د کېرالیو لویي فېلیکس د پارما شهزاده او د کوندیلک اېت ین بونوت استاد وو. همداسې تر ۱۷۷۶ کال پورې په نظامي ښونځي کې استاد پاتې شوی. مور یې فرانسواز ابی ژباړونکې او لیکواله وه. همداسې له ۱۷۷۷ تر ۱۷۸۲ کال پورې د وېرسی په محکمه کې وه.

د کېرالیو لوییز فېلیسیتې په ۱۷۹۰ کال کې د بلجیم له پییر فرانسوا جوزېف روبرټ سره واده وکړ ؛ پییر فرانسوا سیاست پوه، انقلابي او د جورج ډانټون منشي وو.

د کېرالیو لوییز فېلیسیتې خپل لمړی کتاب په ۱۶ کلنۍ کې ژباړلی او خپل لمړی ناول کتاب “ادېلېدې” یې په ۱۸ کلنۍ کې لیکلی. ژباړل شوي کتابونه یې هنري سوېنبرن، جان ګرېګوري، جان هورډ او ریګوکسیو ګالوزي چاپ کول او تر عامه خلکو یې رسول. له ۱۷۸۶ تر ۱۷۸۹ پورې یې د ۱۴ جلدونو په ټولګې کار وکړ خو تر پایه یې ونشو رسولی. په ۱۷۸۷ کې د فېبروري په درېمه نېټه د اراز ښار په اکاډمي کې وګمارل شوه او د ګمارنې لپاره یې د وخت انقلابي رهبر مکسیمیلین روبیسپیر ورغلی وو. د بروتون د وطن پاله ټولنې غړیتوب یې هم لره، یاده ټولنه یې ماما فرانسوا ابی څوک چې یو اقتصاد پوه وو جوړه کړې وه.

د فرانسې د انقلاب پرمهال په سیاسي توګه فعاله وه او مختلفې داسې دندې یې پر مخ وړي کومې چې د ښځو لپاره غیرې معمولي وې. همداسې د کوردیلییر کلب غړې هم وه. د ۱۷۸۹ کال د اګسټ په ۱۳ نېټه یې “د حکومت او ښاریانو ورځپاڼه” تاسیس کړه. خپل سیاسي نظرونه یې تر عامه خلکو د نورو رسنیو له لارې هم رسولي. د ۱۷۹۱ کال په جولای کې اومیدواره شوې وه او د لور تر پیدا کېدو څو میاشتې مخکې یې سیاسي لیکنې بس کړې.

کله چې شپاړسم لویي په زندان کې وو دواړو مېړه او ښځې یې د اعدام لپاره رایه ورکړې وه او له همدې امله چې کله اتلسم لویي واک ته ورسېده دواړه مېړه او ښځه د بلجیم بروکسل ته وتښتېدل او هلته یې د واین یا د انګورو د شرابو سوداګري پیل کړه.

Sidebar



Share
Hide Buttons