Lowland paca – د ټیټو ځمکو پاکا
د ډول علمي نوم یې (Cuniculus paca) دی. بل نوم یې (spotted paca) دی. د معتدلې او نیمه معتدلې امریکا غټ شخوند وهونکی ژوی دی. له مکسیکو تر د ارجنټینا شمال پورې پیدا کیږي خو نسل یې کیوبا، جمایکا او هسپانیولا ته هم انتقال شوی. په زیاتو سیمو کې یوازې د پاکا په نامه پېژندل کیږي. نسل یې پرېمانه دی خو په ځینو محدودو سیمو کې یې نسل د ځنګل وهنې له امله ورک شوی.
پاکا نوم له توپي (Tupi language) ژبې اخیستل شوی نوم دی کوم چې د همدې ژوي لپاره کاریږي خو بله مانا یې ویښ او تل فعالیت ته چمتو هم دی. په (Nahuatl) ژبه کې د غره سپي ته وایي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | کونیکولیدای |
نسل | کونیکولوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!