Male – نر

نر د سپرمو تولیدونکی فزیولوجیکي جنس دی. د القاح په بهیر کې هر یو سپرماتوزوم کولای شي د ښځې له ګامېټ یا د هګۍ له حجرې سره فیوز شي. نر په جنسي توګه تر هغې د مثل تولید نشي کولای تر څو لږ نه لږ د ښځې د هګۍ یوه حجره موجوده نه وي خو ځینې ژوندي بیا پرته له جنسي اړیکې هم د مثل د تولید وړتیا لري. د زیاتو تی لرونکو نر د انسان په شمول Y کروموزوم لري کوم چې د ټېسټوسټېرون له زیات مقدار څخه کوډ کیږي تر څو د نر د مثل د تولید غړی جوړ کړي. ټول ډولونه د نر او ښځې د تعین لپاره سیستم نلري. په زیاتو ژو کې د انسان په شمول جنسیت په جنتیکي توګه تعینیږي. د سیموتوا اېګزېګوا ډول نر یې خپل جنسیت ته تغیر ورکوي خو دا چاره یې نږدې سیمه کې د ښځو موجود شمېر سره تړاو لري.
 
د نر ښودنې سمبول د مریخ سیارې سمبول دی دایره ده او څنګ کې پورته لور ته غشی لري. یونیکوډ سمبول یې U+2642 MALE SIGN (HTML ♂ · Alt codes: Alt+11) دی. په لمړي ځل د مریخ سیارې سمبول د نر ښودنې لپاره په ۱۷۵۱ کې (Carl Linnaeus) کارولی.
 
 
د ځینو ژوندیو نر په مختلفو فکتورونو تعینیدای شي. دا فکتور ممکن جنتیکي وي، ممکن چاپېریالي وي او یا هم د ژوند په اوږدو کې په طبیعي توګه بدلون وي. په ځینو ژوندیو کې یو غړی هم نر وي هم ښځه وي دې ډول ژوندیو ته هېرمافروډیتیک ژوي وایي لکه چونجیان چې په یوه غړي کې د نر او ښځې دواړو تناسلي الې موجودې وي.
 
د ډېرو تی لرونکو نر او ښځه په جنتیکي توګه په (XY sex-determination system) سیستم ټاکل کیږي. نر XY کروموزوم لري خو ښځه XX کروموزمونه لري. په ځینو تی لرونکو کې د انسانانو په شمول XXY کروموزمونه لرل ممکن دي او یا هم په نر کې نور د ښځې کیفیتونه امکان لري خو تر هغې پورې نر ګڼل کیږي چې Y کروموزوم ولري. د جنسي اړیکې پر وخت نر یا X سپرم او یا هم Y سپرم ورکوي خو ښځه یوازې X هګۍ ورکوي. که چېرې د نر سپرم Y او د ښځې هګۍ X وي نر بچی زېږوي خو که چېرې د نر سپرم X وي او د ښځې هګۍ X وي ښځه ترې پیدا کیږي.
 
په ځینو ژوندیو کې نروالی له چاپېریال سره تړاو لري لکه په خزنده ګانو کې نروالی د هغه چاپېریال له تودوخې سره تړاو لري کوم کې چې هګۍ په بچیانو بدلیږي لکه تمساح یا مګرمچ. ځینې ژوندي په پیل کې نران وي وروسته یې بدن ښځې ته بدلیږي لکه ځینې حلزونونه. په کلون کبانو کې واک لرونکی کب ښځه کیږي نور نران پاتې کیږي. په ځینې ارتروپوډ کې جنسیت په عفونیت باندې ټاکل کیږي.
 
په انسانانو کې نر تر ښځې په تنه کې غټ او ځواکمن وي، په ځینو کبانو کې نر د ښځې په پرتله کوچنی وي، په توره کونډه غڼه کې نر ډېر کوچنی او بې زهرو وي او له جنسي اړیکې وروسته یې ډېر وخت ښځه په خپلو زهرو وژني، د بوټو په ځینو تخمونو کې نر او ښځه دواړه سپوروفیټ جنسي غړی لري او په همدې جنسي غړي یې نر او ښځه مالومیږي. په مرغانو کې نر ځلا لرونکې او رنګ لرونکې بڼکې لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons