Malignant Lymphoma

هغه ټول سرطانونه چې په لنفاوي سیستم کې پیدا کیږي د لیمفوما (lymphoma) په نامه یادیږي خو که چېرې دا سرطانونه د بدن نورو غړو ته د خپرېدو وړتیا ولري مالیګنټ (malignant) ورته ویل کیږي. لنفاوي سیستم په ټول بدن کې غزېدلی او له لیمفویډ نسجونو, رګونو او مایع جوړ شوی. په لیمفویډ نسجونو کې لنفاوي مرغړي یا غوټې شاملې وي او د ایمني یا دفاعي سیستم یوه برخه ده. د ایمني یا دفاعي سیستم دنده دا ده چې د وینې حجرې تولید کړي او د برید کوونکو مکروبونو مخه ونیسي.
 
کوم سرطان چې د بدن په نورو غړو کې پیدا شي او بیا وروسته لنفاوي سیستم ته خپور شي لیمفوما نه ګڼل کیږي. خو لیمفوما له لنفاوي سیستم د بدن نورو غړو ته هم انتقالیدای شي. د لنفاوي سیستم د سرطان دوه عمده ډولونه (Hodgkin lymphoma and non-Hodgkin lymphoma) دي. درملنه یې په کیمیاوي مادو او وړانګو کیږي. په ډېرو حالتونو کې د درملنې وړ دي.
 
د مالیګنټ لیمفوما علایم
علایم یې ممکن سخت نه وي او تر ټولو عامه نښه یې د بدن په ځینو برخو کې لکه غاړه، د سینې پاسه برخه، د تخرګ لاندې، ګېډې او د ورون د شا خوا پای کې پړسېدلي لنفاوي مرغړي وي. نور علایم یې ټوخېدل، لنډه سا، د ستړیا احساس، د شپې لخوا په خوب کې خوله، تبه، په پوستکي کې بخار او د وزن کمېدل دي.
 
که چېرې مو بدن کې لنفاوي مرغړي پړسېدلي وي هرو مرو له ډاکټر سره وګورئ خو پړسېدلي مرغړي په دې مانا ندي چې هرو مرو سرطان لری.
 
کوم ډول خلک په دې ډول سرطان اخته کیږي ؟
هر څوک پرې اخته کېدلای شي او تر اوسه ډاکټران په دې نه دي پوهېدلي چې څه د لنفاوي سیستم د سرطان لامل کیږي. خو لاندې یاد شوي پرې د اخته کېدو خطر زیاتوي:
د نر جنسیت لرل تر ښځو په نرانو کې دا سرطان زیات دی، د بلوغ په پیل او پای کې یې خطر زیات دی، د زیات عمر لرونکو خلکو کې زیات دی، وړانګو ته څرګندېدل پرې د اخته کېدو خطر زیاتوي، که مو چېرې مخکې د سرطان کوم بل ډول لرلای وي او درملنه مو کړې وي او یا هم کمزوری ایمني سیستم ولری.
 
که چېرې مو لنفاوي مرغړي پړسېدلي وي او د فزیکي ازموینې پر وخت ډاکټر نور ښکاره علایم پیدا نکړي نو ممکن د وینې د ازموینې سپارښتنه وکړي. او یا له بدن د لنفاوي مرغړی حجرې وباسي او بیوپسي یې وکړي – بیوپسي (biopsy) د مایکروسکوپ لاندې د یوه پرې شوي نسج ازموینې ته وایي. په دې ازموینه کې ډاکټر دا مالومي چې حجرې مالیګنټ دي او که غیرې سرطاني حجرې دي. همداسې که چېرې سرطاني وي نو د سرطان د ډول ازموینه یې هم کیږي چې له دوه (Hodgkin lymphoma and non-Hodgkin lymphoma) عمده ډولونو کوم ډول سرطان دی او د هریو د فرعي ډولونو لپاره ازموینه هم د بیوپسي له لارې کیږي. دواړه د وینې ازموینه او بیوپسي له ډاکټر سره د درملنې لپاره طریقې ټاکلو کې مرسته کوي.
 
مالیګنټ لیمفوما دوه عمده ډولونه (Hodgkin lymphoma and non-Hodgkin lymphoma) لري او په (Hodgkin lymphoma, Hodgkin disease, NHL) نومونو هم یادیږي. دواړه ډولونه په مختلفو طریقو د بدن نورو غړو ته خپریږي او دواړه درملو ته مختلف غبرګون ښي. که چېرې یې وده ورو وي د (low-grade) نوم ورته اخیستل کیږي، او که چېرې برید کوونکی او وده یې چټکه وي د (high-grade) نوم ورته اخیستل کیږي.
 
لیمفوما هغه وخت (Hodgkin) ګڼل کیږي کله چې د ( Reed-Sternberg) په نامه باندې غیرې نورمال حجره موجوده وي. په ۱۰۰ کې ۹۵ یې په (classic Hodgkin lymphoma) اخته کیږي.
 
د لیمفوما نور ټول ډولونه د (NHL) یادیږي. او د لینفوسیټ د پلرونو (lymphocyte progenitor) په ډي اېن اې کې د ټپ له امله رامنځته کیږي خو ارثي ندی. په سلو کې ۸۵ پرې اخته کسان (B-cell type) لري. د همدې سرطان بل ډول کوم چې په دوه نومونو (Waldenström macroglobulinemia or lymphoplasmacytic lymphoma) یادیږي د وینې په سپینو حجرو کې پیل کیږي. په پوستکي کې هم د وینې سپینې حجرې شته وي او ځینې وخت د سرطان یاد ډول په پوستکي کې پیدا کیږي او د پوستکي د لیمفوما نوم ورته اخیستل کیږي. کوم سرطان چې د بدن په نورو غړو کې پیل شي او پوستکي ته خپور شي د پوستکي لیمفوما ندی. تر اوسه د (NHL) تقریبا ۶۰ فرعي ډولونه پېژندل شوي.
 
درملنه یې له لاندې یادو شوو سره تړاو لري
د لیمفوما ډول
د برید یا خپرېدو کچه
د تشخیص پړاو یې (په پیل کې یې تشخیص شوی او که له کافي ودې وروسته)
نورې روغتیایي ستونزې (ممکن ستاسې بدن کې کومه بله ناروغي وي او یا نه وي)
 
درملنه یې ممکن په (chemotherapy, radiation therapy, immunotherapy or stem cell transplant) څلور طریقو کې په یوه وشي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons